13
ديارلسم باب
توبه يا مرګ
1هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله. 2عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ستاسو څۀ خيال دے چې په کومو ګليليانو چې دا زياتے وشو، هغوئ د نورو ګليليانو نه زيات ګناه ګار وُو څۀ؟ 3بلکل نه، زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ. 4يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟ 5بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“
د شنډ اينځر مِثال
6بيا عيسىٰ دا مِثال وفرمائيلو چې، ”د يو سړى په باغ کښې د اينځر ونه ولاړه وه. نو هغه مېوې لټولو له ورغلو خو هيڅ يې په کښې پېدا نۀ کړل. 7نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟ 8خو باغوان جواب ورکړو، صاحبه، سږ کال يې پرېږده، مۀ يې وباسه چې زۀ ورته ځائ جوړ کړم او سَره ورله ورکړم. 9کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“
د سبت په ورځ د يوې کوبۍ ښځې جوړول
10د سبت په ورځ عيسىٰ په يوه عبادتخانه کښې تعليم ورکولو. 11نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بېحاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے. 12کله چې عيسىٰ هغه وليده نو راوې بلله او ورته يې وفرمائيل، ”اے مورې، تۀ د خپل تکليف نه آزاده شوې.“ 13او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. 14خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“ 15خو مالِک هغۀ ته جواب ورکړو او وې فرمائيل، ”اے مُنافقانو، په تاسو کښې يو کس هم داسې شته څوک چې د سبت په ورځ خپل غوائى يا خر د اخور نه نۀ پرانيزى او اوبو له يې نۀ بوځى. 16او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“ 17د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.
د شړشمو د تخم مِثال
18بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى په څۀ شان ده؟ زۀ د خُدائ بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ 19دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“
د خمبيرې مثال
20هغۀ بيا دا وفرمائيل، ”زۀ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ 21دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“
تنګه دروازه
22کله چې عيسىٰ يروشلم ته تلو نو په کلو او ښاريو تېرېدو او په تلو تلو کښې يې خلقو ته ځائ په ځائ تعليم ورکولو. 23يو کس ترېنه تپوس وکړو، ”مالِکه، ولې صرف يو څو تنه به بچ شى؟“ نو هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل، 24”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى. 25خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ. 26نو بيا به تاسو داسې وايئ چې، مونږ خو تا سره يو ځائ خوړل څښل کړى دى او تا زمونږ په کوڅو کښې تعليم ورکولو. 27خو هغه به بيا درته داسې ووائى چې، زۀ خو تاسو د سره نۀ پېژنم چې د کوم ځائ نه راغلى يئ. تاسو ټول بدکاران زما نه ورک شئ. 28بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى، 29د دُنيا د هر ګوټ نه به خلق د خُدائ پاک د بادشاهۍ مېلمستيا ته راځى. 30بېشکه يو څو کسان چې په کښې آخر دى، هغوئ به د ټولو نه اول شى او يو څو کسان چې اول دى هغوئ به د ټولو نه آخر شى.“
د يروشلم په باب کښې وير
31په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“ 32خو هغۀ جواب ورکړو، ”لاړ شئ او هغه ګيدړ ته ووايئ چې واوره. نن او سبا به زۀ پيريان وباسم او د شفا ورکولو کار به جارى ساتم او په درېمه ورځ به خپل کار سر ته ورسوم. 33بيا هم ما ته پکار دى چې زۀ نن او سبا په خپله لاره تلل وکړم او په بله ورځ هم، ځکه چې د نبى دپاره دا ناممکنه ده چې هغه دې د يروشلم نه بغېر په بل ځائ کښې مړ شى. 34اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل. 35وګوره، ستا کور تا ته وران ويجاړ پاتې کيږى او زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به ما تر هغې په سترګو ونۀ وينې ترڅو چې تۀ دا ونۀ وائې چې، بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“