12
دولسم باب
د منافقت خلاف خبردارے
1په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے. 2داسې يو پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. 3نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.
د چا نه يرېدل
4اے دوستانو، زۀ تاسو ته دا وايم، د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې ستاسو بدن وژنى خو د مرګ نه پس نور تاسو سره هيڅ نۀ شى کولے. 5خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ. 6ولې پينځۀ چڼچڼې په دوو پېسو نۀ خرڅيږى څۀ؟ او خُدائ پاک بيا هم په دوئ کښې يوه هم نۀ هېروى. 7خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
د خلقو په وړاندې د حضرت عيسىٰ اِقرار
8زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر هغه څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى نو اِبن آدم به هم د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړى. 9خو څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار کوى نو د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې به د هغۀ نه اِنکار وشى. 10هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى. 11کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ. 12ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“
د نادانه مالدار مِثال
13په ګڼه کښې يو سړى عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، زما ورور ته ووايه چې زما سره د ميراث تقسيم وکړى.“ 14هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“ 15بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“ 16او بيا ورته عيسىٰ دا مِثال پېش کړو چې، ”يو مالداره سړے وو چې په زمکه کښې يې ښۀ فصل وشو. 17هغۀ د ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائ هم نشته چې دا غله په کښې انبار کړم. 18بيا هغۀ ووئيل چې زۀ به داسې وکړم چې خپلې خمبې به ونړوم او لوئې به يې جوړې کړم او په هغې کښې به خپله ټوله غله او نور مال دولت سمبال کړم. 19او بيا به خپل ځان ته ووايم، سړيه، ډېر څيزونه دې جمع کړل چې د ډېرو کالونو پورې ستا دپاره کافى دى، اوس په آرام ژوند کوه، خوره څښه او خوشحاله ګرځه. 20خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟ 21دا د هغه چا مِثال دے چا چې د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو، خو دے د خُدائ پاک په نزد مالداره نۀ دے.“
اندېښنې مۀ کوئ
22بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو. 23ځکه چې ژوندون د روټۍ او بدن د جامو نه بهتر دے. 24کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ. 25په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ 26کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟ 27ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. 28خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو ته داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو له ښکلې جامې درنۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. 29نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ. 30ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. 31خو تاسو د هر څۀ نه اول د هغۀ د بادشاهۍ په لټون کښې شئ نو بيا به هغه ستاسو ټول حاجتونه پوره کړى. 32اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى. 33خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ. 34ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
هر وخت بېداره نوکران
35د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ. 36د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى. 37هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى. 38بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى. 39خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو. 40نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.“ 41پطروس ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ دا مِثال يواځې مونږ ته وائې او کۀ ټولو ته؟“ 42مالِک ورته وفرمائيل چې، ”نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. 43بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. 44زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. 45خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، 46نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بېايمانانو کښې به يې وشميرى. 47خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى. 48خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.
د حضرت عيسىٰ په وجه بيلتون
49زۀ دې له راغلے يم چې په زمکه اور پورې کړم او زما دا څومره خواهش وو چې دا د مخکښې نه بل وى. 50زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى. 51ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم. 52د دې نه پس به په يو کور کښې پينځۀ تنه خپلو کښې بېاتفاقه شى، درې به د دوو خلاف او دوه به د درېو خلاف شى، 53دوئ به په خپلو کښې مخالفت شروع کړى، پلار به د زوئ او زوئ به د پلار خلاف، مور به د لور او لور به د مور خلاف، خواښې به د اِنږور او اِنږور به د خواښې خلاف شى.“
وخت او زمانه پېژندل
54عيسىٰ خلقو ته دا هم وفرمائيل، ”هر کله چې تاسو نمرپرېواتۀ طرف ته وريځې په راختو ووينئ نو تاسو بيا زر دا وايئ چې باران کېدونکے دے نو بيا هم داسې باران وشى. 55او هر کله چې باد د جنوب د طرفه وى نو تاسو وايئ چې د ګرمۍ چپه راتلونکى ده او هم داسې وشى. 56اے مُنافقانو. تاسو د زمکې او د آسمان حالت معلومولے شئ نو بيا تاسو څنګه د اوسنۍ زمانې په حالت نۀ پوهېږئ؟
د خپل مخالف سره روغه کول
57نو تاسو بيا په خپله سمې فېصلې ولې نۀ شئ کولے؟ 58کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى. 59زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.“