YouVersion Logo
Search Icon

لوقا 11

11
يوولسم باب
د دُعا په حقله تعليم
1يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“ 2عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ، اے پلاره، ستا نوم دې پاک وى او ستا بادشاهى دې راشى. 3مونږ له خپل روزمره رزق راکړه. 4او زمونږ ګناهونه معاف کړه، څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.“ 5بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”فرض کړئ کۀ په تاسو کښې يو کس په نيمه شپه د خپل ملګرى کور ته ورشى او ورته ووائى زما ملګريه، ما له لږه روټۍ راکړه. 6ځکه چې زما يو ملګرے د سفر نه راغلے دے او ما کره د خوړلو دپاره هيڅ هم نشته چې هغۀ ته کېږدم. 7او هغه ورته په جواب کښې ووائى چې ما مۀ تنګوه. په دې نيمه شپه خو ورونه بند دى، زۀ او زما بچى په کټ کښې اودۀ يُو، په دې وخت اوس زۀ تا له څۀ نۀ شم درکولے. 8خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى. 9او دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. 10ځکه هر څوک يې چې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى. 11کۀ چرې ستاسو ماشومان تاسو نه کب وغواړى نو ولې تاسو به ورله مار ورکړئ څۀ؟ په تاسو کښې به کوم پلار داسې وکړى؟ 12او يا چې ماشوم ترې هګۍ وغواړى نو ولې تاسو به ورله لړم ورکړئ څۀ؟ 13نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
حضرت عيسىٰ او بعلزبول
14يوه ورځ عيسىٰ د يو سړى نه ګونګے پيرے وشړلو چا چې خبرې نۀ شوې کولے نو کله چې پيرى پرېښودو نو دې سړى خبرې شروع کړې، او خلق په دې کار حق حېران شول. 15خو ځينو په کښې ووئيل چې، ”دے خو د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“ 16او نورو د آزمېښت په توګه ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته. 17خو هغه د هغوئ په زړونو پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په بې‌اتفاقۍ سره بادشاهى ورانيږى. 18هم دغه شان کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو څنګه به يې بادشاهى پاتې شى؟ لکه څنګه چې ستاسو ګُمان دے چې زۀ د بعلزبول په مدد پيريان وباسم، 19نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى. 20خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده. 21هرکله چې يو زورَور وسله وال سړے د خپل کور ساتنه کوى نو د هغۀ مال حال به محفوظ وى. 22خو هرکله چې د هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ ورپېښ شى او دے قابو کړى نو هغه وسله ترې واخلى چې په کومه د دۀ باور وى او د هغۀ لوټ شوے مال حال په خپلو کښې تقسيم کړى. 23څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نه راټولوى نو هغه يې نولى.
د يو پيرى واپس راتلل
24کله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو چې وې نۀ مومى نو هغه بيا د خپل ځان سره داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه ځائ ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم. 25نو هغه چې واپس راشى نو هغه ځائ صفا او جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيامومى. 26بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى.“ 27کله چې عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښې يوې ښځې چغې کړې، ”بختوره ده هغه مور چې تۀ يې زيږولے يې او تا له يې پئ درکړى دى.“ 28نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
نښه غوښتل
29کله چې عيسىٰ ته د خلقو ګڼه زياتېدله نو هغۀ داسې وفرمائيل، ”دا يوه ګناهګاره پيړۍ ده. دوئ نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ له ورنۀ کړے شى. 30لکه څنګه چې يُونس د نينوه د خلقو دپاره نښه وګرځېدو، دغه شان به اِبن آدم هم د دې پيړۍ دپاره نښه وګرځى. 31د شيبا مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ د خلقو خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل سر نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے. 32د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.
د وجود رڼا
33هيڅوک بله شوې ډيوه په پټ ځائ کښې او يا د لوښى لاندې نۀ ږدى بلکې د ډيوټ دپاسه يې ږدى چې کور ته راتلونکى خلق يې رڼا ووينى. 34ستا سترګې ستا د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى، نو ستا ټول بدن به د رڼا نه ډک وى. خو کۀ ستا سترګې خرابې وى، نو ستا په ټول بدن کښې به تورتم وى. 35نو بيا پام کوه چې کومه رڼا په تا کښې ده چې هغه تورتم نۀ وى. 36کۀ چرې ستا ټول بدن د رڼا نه ډک وى، او يو اندام دې هم په تورتم کښې نۀ وى، نو ستا ټول ژوندون به روښانه وى، داسې لکه چې يوه ډيوه په تا ځليږى.“
د فريسى او د شرعې عالم ملامتول
37کله چې عيسىٰ خبرې ختمې کړې نو يو فريسى هغۀ ته د روټۍ دعوت ورکړو. هغه دننه ورغلو او ورسره کښېناستو. 38فريسى په دې ليدو حېران شو چې هغۀ د روټۍ خوړلو نه مخکښې لاسونه ونۀ وينځل. 39خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل، ”تاسو فريسيان خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه تاسو د حرص او بدکارۍ نه ډک کړى وى. 40اے کم عقلو، چا چې بهرنۍ حِصه جوړه کړې ده، ولې هغۀ دننه حِصه نۀ ده جوړه کړې څۀ؟ 41خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ. 42اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو د باغ د پودينې او سپېلنو او د هر قِسم سبزۍ لسمه حِصه خو ورکوئ خو د اِنصاف او د خُدائ پاک سره د مينې نه اِنکار کوئ. په کار خو دا وو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے. 43اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ خوښوئ او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحالېږئ. 44افسوس چې تاسو د هغه قبرونو په شان يئ چې نښه يې نۀ معلوميږى او خلق پرې په بې‌خيالۍ سره دپاسه ګرځى.“ 45د دې په جواب کښې يو د شرعې عالم ووئيل، ”اُستاذه، کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو دا زمونږه سپکاوے کوئ.“ 46عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے د شرعې عالمانو په تاسو دې هم افسوس وى. ځکه چې تاسو په خلقو بې‌اندازې بوج وراچوئ ولې په خپله د دې د اوچتولو دپاره يوه ګوته قدرې هم نۀ وروړئ. 47په تاسو دې افسوس وى چې تاسو د هغه نبيانو زيارتونه جوړَوئ کوم نبيان چې ستاسو پلار نيکونو وژلى وُو. 48او تاسو په خپله په دې کار د خپل پلار نيکۀ په جرمونو کښې شريک شوئ، هغوئ پېغمبران ووژل او تاسو پرې زيارتونه جوړ کړل. 49ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى. 50نو دغه شان به د دُنيا د شروع نه تر اوسه پورې د دې موجوده پيړۍ نه د ټولو نبيانو د تويو شوو وينو تپوس وکړے شى، 51د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى. 52اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“ 53کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بې‌واره بې‌واره تپوسونه وکړى، 54او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.

Currently Selected:

لوقا 11: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in