بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى په څۀ شان ده؟ زۀ د خُدائ بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“