YouVersion Logo
Search Icon

لوقا 14

14
څوارلسم باب
د پړسوب بيمارى روغول
1د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو. 2هلته يو سړے وو چې ورته د پړسوب بيمارى لګېدلې وه. 3عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“ 4هغوئ لاجوابه پاتې شُو نو عيسىٰ هغه سړے د لاسه ونيولو او شفا يې ورکړه او رُخصت يې کړو. 5بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې د سبت په ورځ ستاسو زوئ يا څاروے په کوهى کښې پرېوځى، ولې تاسو به هغه سمدستى راونۀ باسئ؟“ 6نو د هغوئ سره د دې خبرې هيڅ جواب نۀ وو.
د کوربه او مېلمنو دپاره نصيحت
7کله چې عيسىٰ دا وکتل چې مېلمنو څنګه د عزت ځايونه کتل نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو، 8”کله چې تاسو څوک د وادۀ روټۍ ته وغواړى نو د عزت په ځائ مۀ کښېنئ. کېدے شى چې ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى. 9نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې. 10کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو. 11ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“ 12بيا عيسىٰ خپل کوربه ته وفرمائيل، ”هر کله چې تۀ د غرمې يا ماښام د روټۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو دوستانو، وروڼو، عزيزانو او اميرانو ګاونډيانو ته بلنه مۀ ورکوه ځکه چې هغوئ به هم تا ته بلنه درکړى او بدل به دې خلاص کړى. 13خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله، 14او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“
د لوئې مېلمستيا مِثال
15په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“ 16عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو. 17د روټۍ په وخت هغۀ خپل نوکر رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږلو او ورته يې ووئيل چې مهربانى وکړئ، روټۍ تياره ده راشئ. 18خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه. 19دوېم ووئيل چې، ما پينځۀ قلبې غوَيان اخستى دى، زۀ ځم چې هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه، زما عُذر قبول کړه. 20بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم. 21کله چې نوکر واپس شو نو دا هر څۀ يې خپل مالِک ته ووئيل. د کور مالِک په غصه شو او نوکر ته يې ووئيل چې زر د ښار کوڅو او بازارونو ته لاړ شه خواران، شل ګوډ او ړاندۀ راټول کړه او دلته يې راوله. 22نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته. 23نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى. 24خو دا درته وايم څوک چې اول رابللے شوى وُو په هغوئ کښې به يو تن هم دا روټۍ ونۀ څکى.“
د حضرت عيسىٰ د مريدۍ قيمت
25اوس چې يوه لويه ګڼه د عيسىٰ سره جوړه شوې وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، 26”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى. 27او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى. 28ولې په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه يو برج جوړول غواړى او د مخکښې نه به د خرچې اندازه ونۀ لګوى چې په هغې يې سر ته رسولے شى او کۀ نه؟ 29ګنې کۀ چرې هغۀ د دې بنيادونه اېښى وى او بيا يې سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدونکى به ورپورې خندا ګانې کوى. 30هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو. 31يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟ 32او کۀ هغه نۀ شى کولے نو د حملې کولو نه وړاندې به هغه خپله جرګه هغۀ ته ورولېږى او د صُلح د شرطُونو به ورنه خواست وکړى. 33هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.
بې‌خونده مالګه
34مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ 35بيا دا نۀ په زمکه او نۀ په ډيران پکاريږى، دا بس د عبث غورزولو ده. کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغوئ دې واورى.“

Currently Selected:

لوقا 14: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in