YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 11

11
يوولسم باب
د پطروس يروشلم جماعت خبرول
1په ټوله يهوديه کښې رسولانو او ايماندارانو واورېدل چې غېر‌يهوديانو هم د خُدائ پاک کلام قبول کړو. 2نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو، 3او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“ 4پطروس هغوئ ته هر څۀ چې شوى وُو په ترتيب سره بيان کړل چې، 5”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو. 6ما په دې کښې وکتل چې په کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو. 7بيا يو آواز زما تر غوږو شو او راته يې ووئيل، پاڅه، پطروسه. دا حلال کړه او وې خوره. 8خو ما ووئيل چې، نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى. 9خو د آسمان نه په دوېم ځل آواز راغلو، کوم څيزونه چې خُدائ پاک، پاک کړى دى هغې ته حرام مۀ وايه. 10داسې درې ځله وشول او بيا هغه هر څۀ دوباره آسمان ته پورته کړے شول. 11هم په دغه وخت کښې درې سړى چې د قيصريه نه ما ته رالېږلے شوى وُو، هماغه کور ته راغلل چرته چې زۀ دېره وم. 12روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو. 13هغۀ مونږ ته ووئيل چې څنګه يوه فرښته د هغۀ په کور کښې راښکاره شوه او ورته يې ووئيل چې، يافا ته شمعون پسې څوک ولېږه چې ورته پطروس هم وائى. 14هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى. 15څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو. 16بيا ما ته هغه راياد شُو څۀ چې مالِک فرمائيلى وُو چې، يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به د روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى. 17نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“ 18کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېر‌يهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“
په اَنطاکيه کښې جماعت
19د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو. 20خو په هغوئ کښې څۀ خلق د قبرص او کرين وُو چې اَنطاکيه ته لاړل او يونانيانو ته يې هم د مالِک عيسىٰ په حقله زيرے اورولو. 21د مالِک لاس په هغوئ وو، او ډېرو خلقو ايمان راوړو او مالِک ته راواوړېدل. 22دا خبره د يروشلم جماعت ته ورسېده او هغوئ بيا برنباس اَنطاکيه ته ولېږلو. 23کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ. 24برنباس يو ښۀ سړے وو د روحُ القُدس نه معمور او ايمان يې مضبوط وو. او ډېرو خلقو په مالِک باندې ايمان راوړو. 25بيا برنباس ترسس ته لاړو چې ساؤل پېدا کړى. 26کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو. 27په هغه وخت کښې څۀ نبيان د يروشلم نه اَنطاکيه ته راغلل، 28چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو. 29نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى. 30هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.

Currently Selected:

اعمال 11: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in