نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“ کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېريهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“