YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 10

10
لسم باب
پطروس او کورنيليوس
1په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو. 2هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو. 3يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“ 4نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى. 5اوس يافا ته کسان ولېږه په شمعون پسې چې پطروس ورته وائى. 6هغه د شمعون چميار کره دے چې کور يې د سمندر په غاړه دے.“ 7کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو. 8څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل. 9بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو. 10هغه اوږے شو او غوښتل يې چې څۀ وخورى، روټۍ لا په تيارېدو کښې وه چې هغۀ رويا وليدله. 11نو هغۀ په رويا کښې وليدل چې آسمان کولاو شو او يو لوئ څيز لکه د غټ څادر په شان د څلورو ګوټونو نه راځوړند زمکې ته راښکته کيږى. 12په هغۀ کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو. 13بيا يو آواز د هغۀ تر غوږه شو او ورته يې وئيل، ”پاڅه، پطروسه، دا حلال کړه او وې خوره.“ 14خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“ 15او په دوېم ځل بيا د هغۀ هم دا آواز تر غوږه شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څۀ چې خُدائ پاک، پاک کړى دى، تۀ هغې ته ناپاکه مۀ وايه.“ 16بيا درې ځله هم داسې وشول نو بيا هغه څادر سمدستى آسمان ته پورته کړے شو. 17پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو. 18هغوئ آواز ورکړو تپوس يې وکړو چې، ”شمعون چې ورته پطروس هم وائى، دلته مېلمه دے؟“ 19خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى. 20نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بې‌تپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“ 21نو پطروس هغه سړو له لاندې راغلو او وې وئيل چې، ”زۀ هغه څوک يم چې تاسو ورپسې ګرځئ نو تاسو څۀ له راغلى يئ؟“ 22هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“ 23نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل. 24په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو. 25کله چې پطروس ورننوتو نو کورنيليوس ورسره مِلاو شو او ډېر په قدر سره يې ورته سجده وکړه. 26خو پطروس هغه راوچت کړو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زۀ هم ستا په شان يو انسان يم.“ 27د هغۀ سره په خبرو خبرو پطروس دننه لاړو او هلته ګڼ خلق راجمع شوى وُو. 28هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم. 29کله چې زۀ تاسو دلته راوغوښتم نو ځکه زۀ بې‌عذره راغلم. اوس زۀ دا تپوس کولے شم چې تاسو زۀ ولې راغوښتے يم؟“ 30کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو. 31هغۀ ما ته ووئيل، اے کورنيليوسه. ستا دُعاګانې او خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى. 32نو ځکه شمعون چې ورته پطروس وائى هغۀ پسې يافا ته څوک ولېږه. هغه د سمندر په غاړه د شمعون چميار په کور کښې مېلمه دے. 33نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“
غېر‌يهوديانو ته زيرے اورول
34نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى. 35خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى. 36تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے. 37تاسو ته پته ده چې په ټوله يهوديه کښې څۀ وشول، دا واقعه د يحيىٰ د بپتسمې د بيان نه وروستو په ګليل کښې شروع شوه، 38چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو. 39مونږ د هغه هر څۀ ګواهان يُو چې عيسىٰ د يهوديانو په مُلک او په يروشلم کښې وکړل. هغوئ هغه په سولۍ مړ کړو. 40خو خُدائ پاک هغه په درېمه ورځ د مړو نه بيا راژوندے او خلقو ته ښکاره کړو، 41هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو. 42او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے. 43د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“
په غېر‌يهوديانو د روحُ القُدس نازلېدل
44د پطروس بيان لا جارى وو چې په هغوئ ټولو روحُ القُدس نازل شو چا چې بيان اورېدلو. 45هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېر‌يهوديانو هم نازل شو. 46ځکه چې دوئ واورېدل چې هغوئ په غېرو ژبو کښې خبرې شروع کړې او د خُدائ پاک لوئى يې بيانوله. بيا پطروس ووئيل، 47”اوس داسې څوک شته چې دا خلق په اوبو د بپتسمې اخستلو نه منع کړى، چې په دوئ روحُ القُدس داسې نازل شوے دے لکه څنګه چې په مونږ؟“ 48بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.

Currently Selected:

اعمال 10: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in