YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 12

12
دولسم باب
د يعقوب قتل او د پطروس ګرفتارى
1تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو. 2هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو. 3نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه. 4د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى. 5نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.
د قېدخانې نه د پطروس آزادېدل
6په هم هغه شپه هيروديس د پطروس د بهر راوستو نه وړاندې هغه د دوو سپاهيانو په مينځ کښې په دوو زنځيرونو تړلے اودۀ پروت وو او د دروازې نه بهر څوکيدارانو د قېدخانې څوکۍ کوله. 7چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې. 8بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”ملابند وتړه او خپل پېزار په پښو کړه.“ پطروس هم هغه شان وکړل. بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل، ”خپله چُوغه واچوه او ما پسې راځه.“ 9پطروس د کوټڼۍ نه بهر فرښتې پسې نېغ روان وو، خو د هغۀ دا خيال نۀ وو چې ګنې دا رښتيا دى خو د هغۀ سوچ دا وو چې دا ګنې خوب دے. 10هغوئ د وړومبې او دوېمې څوکۍ نه واوړېدل او د اوسپنې هغه دروازې ته راورسېدل کومه چې ښار ته وتې وه. دا د هغوئ دپاره په خپله کولاو شوه او دوئ ترې نه ووتل. کله چې هغوئ په کوڅه کښې روان وُو نو څۀ ګورې چې فرښته د هغۀ سره نۀ وه. 11بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“ 12کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله. 13کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله. 14نو چې هغې د پطروس آواز وپېژندلو هغه دومره خوشحاله شوه چې د دروازې خلاصولو په ځائ هغې دننه منډه کړه او هغوئ يې خبر کړل چې، ”پطروس بهر په دروازه کښې ولاړ دے.“ 15هغوئ هغې ته ووئيل چې، ”تۀ ليونۍ يې.“ خو هغه په خپله خبره ټينګه وه چې زۀ رښتيا وايم. خو هغوئ ووئيل چې، ”دا به ضرور د هغۀ فرښته وى.“ 16خو پطروس هم هغه شان دروازه ټکوله او چې کله هغوئ دروازه کولاو کړه نو بيا د هغۀ په ليدو حق حېران شول. 17خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو. 18چې سحر شو نو سپاهيان په دې ډېر پرېشانه وُو چې پطروس څۀ شو؟ 19کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.
د هيروديس مرګ
20نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو. 21نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو. 22او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“ 23نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو. 24خو په هم دې وخت کښې د خُدائ پاک کلام خورېدلو او ترقى يې کوله. 25بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.

Currently Selected:

اعمال 12: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in