47
اووۀ څلوېښتم باب
1نو يوسف د هغوئ نه پينځۀ وروڼه روان کړل او فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته وفرمائيل، ”زما پلار او زما وروڼه د خپلو رَمو، څاروو او چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د مُلک نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“ 2هغۀ بيا خپل وروڼه د فِرعون سره مِلاو کړل. 3فِرعون د هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو کسب څۀ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ شپانۀ يُو، لکه څنګه چې زمونږ پلار نيکۀ وُو.“ 4”مونږ دې مُلک ته د اوسېدو دپاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په مُلک کښې ډېر سخت قحط دے او زمونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه، مونږ تا ته سوال کوُو، مونږ له اجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسيږو.“ 5فِرعون يوسف ته ووئيل، ”اوس ستا پلار او ستا وروڼه راغلى دى، 6نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“ 7بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه، 8او فِرعون د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ به د څو کالو يې؟“ 9يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“ 10يعقوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه او د هغۀ نه رُخصت شو. 11بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو. 12يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.
قحط
13قحط دومره سخت وو چې هيچرته هم روټۍ نۀ مِلاوېدله او د مِصر او د کنعان د مُلک خلق د لوږې نه کمزورى شول. 14چې خلقو به ترې نه غله اخستله، نو يوسف هغه ټولې روپۍ جمع کولې او هغه روپۍ به يې د فِرعون په خزانه کښې کېښودلې. 15چې کله په مِصر او د کنعان په مُلک کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يوسف له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ له روټۍ راکړه. ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. ځکه چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“ 16يوسف ورته وفرمائيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ تاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“ 17نو هغوئ خپل څاروى يوسف له راوستل او هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د آسونو، ګډو، چېلو، څاروو او خرو په بدل کښې خوراک ورکولو. 18ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې او زمونږ څاروى هم ستا شول. زمونږ سره زمونږ د زمکو او زمونږ د ځانونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى. 19ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. زمونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مونږ او زمونږ زمکه واخله. مونږ به د فِرعون نوکران شُو او زمونږ زمکه به د هغۀ شى. مونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو او تخم راکړه چې زمکه وکَرو.“ 20نو يوسف د مِصر ټوله زمکه د فِرعون دپاره واخستله. هر يو مِصرى خپله زمکه د مجبورۍ نه خرڅه کړه، ځکه چې قحط ډېر سخت وو، او هغه ټوله زمکه د فِرعون شوه. 21يوسف د مِصر د يو سر نه تر بل سَره پورې خلق غلامان کړل. 22خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ دپاره دا ضرورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو دپاره وظيفه ورکوله. 23نو يوسف هغه خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو او ستاسو زمکې هم د فِرعون دپاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو دپاره دا تخم واخلئ. 24د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“ 25هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“ 26نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.
د حضرت يعقوب وصيت
27بنى اِسرائيل په مِصر کښې د جشن په علاقه کښې اوسېدل، چرته چې هغوئ مالدار شول او ډېر اولاد يې پېدا شو. 28يعقوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو. 29چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې. 30زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“ 31يعقوب ورته وفرمائيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يوسف ورسره لوظ وکړو. او يعقوب د خپل کټ په سر باندې سجده وکړه.