پېدايښت 48

48
اتۀ څلوېښتم باب
د حضرت يعقوب د اِفرائيم او منسى دپاره د خُدائ پاک نه برکت غوښتل
1څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو. 2چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو. 3يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو. 4هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا مُلک ورکوم چې همېشه دپاره د هغوئ شى.“ 5نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى. 6خو کۀ ستا نور زامن پېدا کيږى، نو هغوئ به زما نۀ شى ګڼلے، هغوئ به د اِفرائيم او د منسى نه ميراث اخلى. 7زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيت‌لحم په نوم مشهور دے. 8چې کله يعقوب د يوسف زامن وليدل، هغۀ تپوس وکړو، ”دا څوک دى؟“ 9نو يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”دا زما زامن دى، کوم چې خُدائ پاک ما له دلته په مِصر کښې راکړى دى.“ يعقوب وفرمائيل، ”دوئ ما له راوله چې د دوئ دپاره برکت وغواړم.“ 10د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل. 11يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“ 12بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو. 13يوسف اِفرائيم د يعقوب ګس طرف ته او منسى د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل. 14نو يعقوب خپل لاسونه اوږدۀ کړل او خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګر چې هغه کشر وو او خپل ګس لاس يې د منسى په سر کېښودو، چې هغه مشر وو. 15بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده. 16هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“ 17چې کله يوسف دا وليدل چې د هغۀ پلار خپل ښے لاس د اِفرائيم په سر اېښے دے، هغه په دې خفه شو، نو هغۀ د خپل پلار لاس اوچت کړو او د اِفرائيم د سر نه يې د منسى سر له يوړو. 18او يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”داسې نه، زما پلاره، دا مشر دے. خپل ښے لاس دۀ له په سر کېږده.“ 19د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“ 20نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې فرمائيل، ”بنى اِسرائيل به ستاسو نومونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم او منسى په شان کړى.“ نو داسې يعقوب اِفرائيم د منسى نه مخکښې کړو. 21بيا يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى او تا به واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته بوځى. 22د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 48: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in