پېدايښت 46

46
شپږ څلوېښتم باب
د حضرت يعقوب د خاندان مِصر ته تلل
1يعقوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو او بيرسبع ته راغلو. هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړې. 2د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“ 3ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم. 4زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“ 5نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې. 6هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو، 7خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ. 8دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو 9او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى. 10شمعون او د هغۀ زامن، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ. 11ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى. 12يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو. 13يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون. 14زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلى‌اېل. 15دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو. 16جاد او د هغۀ زامن، صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى او اريلى. 17آشر او د هغۀ زامن، يمنه، اِسواه، اِسوى، بريعاه او د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر او مُلکى‌اېل وُو. 18دا شپاړس تنه، د زِلفه نه د يعقوب اولاد دے، هغه وينځه کومه چې لابن خپلې لور لِياه له ورکړې وه. 19د يعقوب د ښځې راحيل نه د يعقوب دوه زامن پېدا شول، يوسف او بنيامين. 20په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول. 21د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو. 22دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے. 23دان او د هغۀ زوئ حشيم. 24نفتالى او د هغۀ زامن، يحزى‌ايل، جونى، يصر او سليم. 25دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه. 26په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى. 27د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.
حضرت يعقوب او د هغۀ خاندان په مِصر کښې
28يعقوب يهوداه د ځان نه مخکښې يوسف ته ولېږلو چې د جشن په علاقه کښې د يعقوب سره مِلاو شى. چې کله هغوئ د جشن علاقې ته ورسېدل، 29نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل. 30يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”چې تۀ ژوندے يې او زما تا سره ملاقات وشو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“ 31بيا يوسف خپلو وروڼو او د خپل پلار د خاندان باقى نورو کسانو ته وفرمائيل، ”زۀ ځم چې فِرعون ته ووايم چې زما وروڼه او زما د پلار مکمل خاندان، چې د کنعان په مُلک کښې وُو، ما له راغلى دى. 32زۀ به هغۀ ته ووايم چې تاسو شپانۀ يئ او څاروى ساتئ او تاسو خپلې رَمې او څاروى او چې تاسو څۀ هم لرل هغه تاسو راوړى دى. 33چې کله فِرعون تاسو راوغواړى او تپوس درنه کوى چې ستاسو کسب څۀ دے، 34نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 46: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in