پېدايښت 45

45
پينځۀ څلوېښتم باب
د حضرت يوسف په وروڼو ځان پېژندل
1بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو. 2هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واورېده او دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو. 3يوسف خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ يوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ وروڼو دا واورېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے. 4بيا يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ او هغوئ ورنزدې شول نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ ستاسو هغه ورور يوسف يم، کوم چې تاسو په مِصريانو خرڅ کړے وو. 5اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بې‌شکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم. 6دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى. 7خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ. 8نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم. 9اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يوسف داسې وائى، خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما له راشه. 10تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى. 11کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى. 12او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم. 13زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عزت مِلاو شوے دے او هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. او زر زر يې دلته راولئ.“ 14هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو. 15بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې. 16چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول. 17فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى. 18هغوئ دې خپل پلار او خپل خاندان دلته راولى او دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم او هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى. 19هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى. 20د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“ 21د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو. 22هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې او پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې. 23هغۀ خپل پلار له د مِصر په ښۀ سامانونو بار لس خرې او لس د غلې بار خرې، روټۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورولېږلو. 24هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“ 25دوئ د مِصر نه روان شول او د کنعان په مُلک کښې خپل پلار او کور ته لاړل. 26هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو. 27خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې يوسف هغوئ ته فرمائيلى وُو او چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کومې چې يوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقوب کښې ساه راغله. 28هغۀ وفرمائيل، ”زما زوئ يوسف ژوندے دے. بس هم دغه مې غوښتل. زۀ ورځم چې د خپل مرګ نه مخکښې يې ووينم.“

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 45: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in