9
نهم باب
د دولسو رسولانو لېږل
1بيا عيسىٰ دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو او د بيماريانو د شفا اختيار ورکړو. 2او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل. 3هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص. 4کوم کور ته چې تاسو ننوځئ نو هلته پاتې شئ او هم هلته نه رُخصت شئ. 5او کوم خلق چې تاسو قبول نۀ کړى نو چې کله تاسو د هغوئ ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“ 6نو هغوئ روان شول، کلى په کلى ګرځېدل او په هر ځائ کښې يې زيرے خورولو او بيمارانو له يې شفا ورکوله.
د هيروديس پرېشانى
7اوس ګورنر هيروديس هم د دې هر څۀ په حقله خبر شو او په سوچ کښې ډوب شو ځکه چې ځينې خلقو دا وئيل چې يحيىٰ بيا د مړو نه راژوندے شوے دے. 8او چا وئيل چې الياس راښکاره شوے دے او ځينو وئيل چې د پخوانو پېغمبرانو نه يو راژوندے شوے دے. 9هيروديس ووئيل چې، ”د يحيىٰ سر ما په خپله پرې کړے دے خو دا لا څوک دے چې دا دومره زور شور يې دے؟“ نو هغه د عيسىٰ سره د مِلاوېدو په کوشش کښې وو.
پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول
10کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِصيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو. 11خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه. 12کله چې ماښام شو نو هغه دولس مريدان هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چې خوا او شا کلو او بانډو ته لاړ شى او ځان له د شپې تېرولو او د خوراک بندوبست وکړى ځکه چې مونږ دلته په خوشى بيابان کښې يُو.“ 13خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“ 14دا خوا او شا پينځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”د دوئ نه د پنځوسو پنځوسو کسانو پېنډې جوړې کړئ.“ 15هغوئ هم داسې وکړل او ټول يې کښېنول. 16بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى. 17هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او کومې پاتې ټوکړې چې راټولې کړے شوې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.
د حضرت عيسىٰ په حقله د پطروس اِقرار
18يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“ 19هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“ 20نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو، ”تۀ د خُدائ پاک مسيح يې.“
د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او بيا ژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې
21بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل او حکم يې ورکړو چې، ”هيچا ته مۀ وايئ.“ 22او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“ 23بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى. 24څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى. 25کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟ 26څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى. 27خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“
د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل
28د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل. 29هر کله چې هغۀ دُعا کوله نو د هغۀ شکل بدل شو او د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې. 30نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. 31هغوئ په جلال کښې ښکاره شول او د هغۀ د مرګ په حقله يې خبرې وکړې چې په يروشلم کښې پوره کېدونکې وې. 32په دې وخت کښې پطروس او د هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چې هغوئ بېدار شول نو هغوئ د دۀ جلال وليدو او هغه دوه سړى يې هم ورسره ولاړ وليدل. 33او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل. 34هغۀ لا دا خبرې کولې چې يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو. هغوئ ويرېدل څنګه چې په وريځ کښې ننوتل. 35بيا د وريځې نه يو آواز راغلو چې وې فرمائيل، ”دا زما زوئ دے، زما غوره کړے. د دۀ خبرې واورئ.“ 36هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.
پيريانو نيولے هلک روغول
37بله ورځ چې هغوئ د غرۀ نه راکوز شول نو ډېره لويه ګڼه ورته راټوله شوې وه. 38بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه. 39هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى. 40ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“ 41عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“ 42خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو. 43او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل.
د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله بيا پېشګوئې
ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل، 44”پرېږدئ او دا خبرې په کولاو غوږونو واورئ. اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.“ 45خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.
د ټولو نه لوئ څوک دے؟
46د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په مونږ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے. 47عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړُونو کښې څۀ تېريږى نو هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او په خپله خوا کښې يې ودرولو 48او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“
هغه څوک چې ستا مخالف نۀ دے، ستا ملګرے دے
49يوحنا ووئيل، ”مالِکه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“ 50خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“
په سامريه کښې د حضرت عيسىٰ نه اِنکار
51هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو. 52او هغۀ د ځان نه وړاندې پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ لاړل او د سامريه يو کلى ته ورغلل چې د هغۀ دپاره د ځائ تيارى وکړى. 53خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه. 54هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“ 55خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل. 56نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.
د حضرت عيسىٰ د مريد کېدو شرطونه
57کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ 58عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“ 59بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ 60خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“ 61او بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه، زۀ به درپسې يم خو دومره اجازت راکړه چې د خپل کور د خلقو نه رُخصت واخلم.“ 62عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“