8
اتم باب
د حضرت عيسىٰ زنانه مريدانې
1د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو، 2او يو څو ښځې وې څوک چې د پيريانو نه خلاصې شوې وې او د رنځونو نه جوړې شوې وې. په دوئ کښې مريم چې د مګدلينى په نوم يادېده د چا نه چې اووۀ پيريان شړلے شوى وُو، 3او يوانه چې د هيروديس د خُوزا نومې ناظر ښځه وه او سوسناه او نورې ډيرې ښځې چې په خپل مال دولت يې د هغوئ خرچه کوله.
د زميندار مِثال
4او ډېر خلق د مختلفو ښارونو نه عيسىٰ ته راجمع کېدل نو هغۀ په دې مِثال کښې خبرې وکړې، 5”يو زميندار د تخم کَرلو دپاره بهر لاړو نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو او د پښو د لاندې شو او د هوا مارغان راغلل هغه يې وخوړو. 6څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو او څۀ وخت پس زرغون شو او اوچ شو ځکه چې د نمى کمے وو. 7او څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى ورسره لوئ شول او فصل يې لاندې کړو. 8او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او راوټوکېدو او لوئ شو يو په سل غله يې وکړه.“ هر کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو آواز يې وکړو، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“
د مِثالونو مطلب
9د هغۀ مريدانو تپوس ترې وکړو چې د دې مِثال مطلب څۀ وو؟ 10نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“
د زميندار د مِثال تشريح
11د دې مِثال مطلب دا دے چې تخم د خُدائ پاک کلام دے. 12او د لارې په غاړه هغه څوک دى چې څوک دا اورى خو وروستو اِبليس راشى او هغه کلام د هغوئ د زړۀ نه يوسى، هسې نه چې ايمان راوړى او خلاصون بيامومى. 13په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى. 14او په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو نوره وده يې د مال دولت لالچ او د ژوند د خوشحالو په وجه مرۍ خپه کړى او مېوه يې پخه نۀ شى. 15خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.
د ښانک د لاندې ډيوه
16داسې هيڅوک نشته چې ډيوه بله کړى او بيا يې د لوښى د لاندې پټه کړى او يا يې د کټ لاندې کېږدى بلکې هغه يې په ډيوټ ږدى چې هر راتلونکے کس يې رڼا ووينى. 17داسې پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. 18نو خبردار شئ چې تاسو څنګه اورئ ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، او د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“
د حضرت عيسىٰ رښتينې رشتهدار
19بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل خو د ګڼې له کبله هغۀ ته ورونۀ رسېدل. 20چا هغۀ ته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“ 21هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه هغه څوک دى چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
د حضرت عيسىٰ په درياب کښې طوفان ودرول
22يوه ورځ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره په کشتۍ کښې سور شو او ورته يې وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ نو هغوئ روان شول. 23او کله چې هغوئ په کِشتۍ کښې روان وُو، نو هغه اودۀ شو. خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، او کِشتۍ د اوبو نه په ډکېدو شوه او هغوئ په سخته خطره کښې وُو. 24مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه. 25هغۀ ترې تپوس وکړو، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ په يره او حېرانتيا يو بل ته ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپو له حکم ورکوى او هغوئ يې حکم منى؟“
په ګِراسينيانو کښې د پيريانو نيولے سړے روغول
26بيا عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د ګِراسينيانو علاقې ته ورسېدلو کوم چې د ګليل په بله غاړه وو. 27څنګه چې عيسىٰ وچې ته راکوز شو نو يو سړے يې وليدو چې پيريانو نيولے وو او د ډېر وخت نه يې نۀ خو جامې اغوستې وې او نۀ کور کښې اوسېدلے وو خو په قبرستان کښې دېره وو. 28کله چې هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغې يې کړې او سجده يې ورته وکړه او دا چغې يې وهلې، ”اے عيسىٰ، د خُدائ پاک زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ د خُدائ تعالىٰ دپاره ما مۀ په عذابوه.“ 29ځکه چې عيسىٰ پيريانو ته حکم کړے وو چې دې سړى نه راوځئ. ډېر ځله يې هغه نيولے وو او د حفاظت د کبله به په زنځيرونو کښې وتړلے شو او زولنۍ به ورواچولے شوې خو هر ځل به هغۀ ځان خلاصولو او پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو. 30بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چې، ”زما نوم لښکر دے،“ ځکه چې هغه ډېرو پيريانو نيولے وو. 31هغوئ مِنت زارى ورته وکړه چې دا حکم مۀ راکوه چې تاترين ته وغورزېږئ. 32نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېده او پيريانو مِنت زارى ورته وکړه چې، ”مونږ له اجازت راکړه چې په دوئ کښې ورننوځو.“ نو هغۀ هغوئ له اجازت ورکړو. 33بيا پيريان د سړى نه راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او ډوبه شوه. 34د خنزيرانو ساتونکو چې دا وليدل نو وتښتېدل. هغوئ ښار او بانډو ته دا خبر ورسولو. 35او خلق د دې تماشې دپاره بهر راووتل. کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل هغه سړے چې پيريان ترې تللى وُو يې وليدو چې جامې يې اغوستې وې او سم دم د عيسىٰ په پښو کښې ناست وو او هغوئ ويرېدل. 36کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه هغوئ نورو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو. 37نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو. 38د کوم سړى نه چې پيريان پاڅېدلى وُو هغۀ ورته خواست وکړو چې ورسره ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، 39”خپل کور ته واپس لاړ شه او هغه هر څۀ بيان کړه چې خُدائ پاک ستا دپاره وکړل.“ هغه لاړو په ښار کښې هرې خوا ته وګرځېدو او چې عيسىٰ د هغۀ دپاره څۀ کړى وُو هغه يې خلقو ته بيان کړل.
د حضرت عيسىٰ يوه جينۍ راژوندۍ کول او يوې ښځې له شفا ورکول
40کله چې عيسىٰ راواپس شو نو خلقو ورته هرکلے ووې ځکه چې هغوئ ټول ورته په اِنتظار وُو. 41بيا يائير نومې يو سړے راغلو چې د عبادتخانې يو مشر وو. هغه د عيسىٰ په پښو پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”ما سره کور ته لاړ شه.“ 42ځکه چې د هغۀ د دولسو کالو يک يو لور وه چې مرګى حال وه. کله چې عيسىٰ ورسره لاړو نو د خلقو په ګڼه کښې راګېر شو. 43په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله او هيچا يې علاج نۀ شو کولے. 44هغه د شا د طرفه راغله او د هغۀ د جامو لمن له يې لاس وروړو او سمدستى يې وينه ودرېده. 45عيسىٰ وفرمائيل، ”دا چا ما له لاس راوړو؟“ ټول منکر شول او پطروس ووئيل، ”مالِکه، ګڼه درباندې راټوله ده او خلق درته راجُختيږى.“ 46خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”چا خو ما له لاس راوړو ځکه چې زۀ پوهه شوم چې يو طاقت ما نه بهر شو.“ 47کله چې ښځه پوهه شوه چې هغه پټېدے نۀ شى، نو په رپېدو سره راغله او د هغۀ په پښو کښې پرېوتله او د ټولو خلقو په وړاندې يې د دې اِقرار وکړو چې هغې ولې هغۀ له لاس وروړو او څنګه هغه سمدستى جوړه شوه. 48نو هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې، په خير لاړه شه.“ 49هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کور نه څوک راغلو چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه او اُستاذ نور مۀ په تکليف کوه.“ 50خو عيسىٰ چې دا واورېدل نو هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مۀ. صرف ايمان وساته نو هغه به بچ شى.“ 51کله چې هغه کور ته ورسېدو هغۀ د پطروس، يوحنا، يعقوب او د جينۍ د مور پلار نه علاوه ځان سره نور څوک ننوتلو ته پرې نۀ ښودل. 52هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ 53خو هغوئ ورپورې وخندل ځکه چې ښۀ خبر وُو چې هغه مړه ده. 54خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيوله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه زما بچۍ.“ 55د هغې روح واپس راغلو، هغه سمدستى پاڅېده بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې هغې ته د خوړلو څۀ ورکړئ. 56د هغې مور پلار اريان دريان شول خو هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”هر څۀ چې وشول دا چا ته مۀ وايئ.“