کله چې ښځه پوهه شوه چې هغه پټېدے نۀ شى، نو په رپېدو سره راغله او د هغۀ په پښو کښې پرېوتله او د ټولو خلقو په وړاندې يې د دې اِقرار وکړو چې هغې ولې هغۀ له لاس وروړو او څنګه هغه سمدستى جوړه شوه. نو هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې، په خير لاړه شه.“