10
لسم باب
دوه اويا مريدان لېږل
1د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه. 2هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى. د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې د خپل فصل دپاره مزدوران راولېږى. 3په خپله لاره ځئ او ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. 4د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ. 5هر کله چې تاسو يو کور ته ننوځئ نو اول دا ووايئ، په دې کور کښې دې خير او سلامتى وى. 6کۀ چرې هلته يو کس خير خواه وى نو ستاسو سلامتى به د هغۀ دپاره وى، او کۀ نۀ وى نو هغه به تاسو ته راواپس شى. 7هم هغه کور کښې پاتې شئ او د هغوئ سره خوړل څښل وکړئ او ست مۀ غواړئ ځکه چې مزدور د مزدورۍ حقدار وى. کور په کور مۀ ګرځئ. 8هر کله چې تاسو يوې ښاريې ته ورننوځئ او هغوئ تاسو ته هرکلے ووائى نو کوم خوراک چې تاسو ته درکړى، هغه وخورئ. 9هلته بيماران روغ کړئ او هغوئ ته ووايئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. 10خو چې تاسو يو ښار ته ننوځئ او هغوئ تاسو قبول نۀ کړى نو د دې کوڅو ته بهر ووځئ او ووايئ، 11ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. 12زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم حال د دغه ښار نه زيات د زغملو وى.
په ناتوبه ګار ښار باندې افسوس
13افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه. 14خو د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حالت ستاسو نه ډېر غوره وى. 15او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. 16هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
د دوو اوياؤ مريدانو واپس راتلل
17بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“ 18هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو. 19ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے. 20خو په دې مۀ خوشحالېږئ چې پيريان ستاسو تابعدارى کوى بلکې په دې خوشحاله شئ چې ستاسو نومونه په آسمان کښې وليکلے شول.“
د حضرت عيسىٰ خوشحالېدل
21هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه. 22هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.“ 23بيا هغه خپلو مريدانو ته راوګرځېدو او ځان له يې ورته وفرمائيل، ”هغه سترګې بختورې دى چې هغه څۀ وينى چې تاسو يې وينئ. 24زۀ تاسو ته وايم چې د ډېرو نبيانو او بادشاهانو دا ارمان وُو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.“
د نېک سامرى مثال
25په يوه موقع يو د شرعې عالم راغلو او په عيسىٰ يې د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ 26عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”په شريعت کښې يې څۀ ليکلى دى؟ تۀ يې څنګه لولې؟“ 27هغۀ ورته جواب ورکړو، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ او په پوره ځان او په پوره طاقت او په پوره عقل سره مينه ساتئ، او، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ 28عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”هم دغه صحيح جواب دے. دغه شان کوه نو ژوندے به اوسې.“ 29خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“ 30عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته روان وو چې په لاره ډاکوانو ګېر کړو، جامې يې ترې وويستلې، وې وهلو او مرګى حال يې پرېښودلو او ترېنه لاړل. 31اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو. 32هم دغه شان يو ليوى هغه ځائ ته راغلو او چې هغه يې وليدلو نو بل طرف ته ترې نه واوړېدو او دے هم په مخه ترې لاړو. 33خو يو سامرى مسافر چې هغۀ له نزدې راغلو او چې هغه يې وليدو نو زړۀ يې پرې وسوزېدو. 34هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو. 35بله ورځ هغۀ دوه ديناره د خپل جيب نه راوويستل او د سرائى مالِک له يې ورکړل او ورته يې ووئيل چې د دۀ خِدمت کوه او کۀ نوره خرچه دې پرې راغله نو په واپسۍ کښې به يې درکړم. 36ستاسو څۀ خيال دے چې په دې درېو واړو کښې د هغه سړى رښتينے ګاونډى څوک دے کوم چې غلو وهلے وو؟“ 37هغۀ جواب ورکړو، ”هغه څوک چا چې په هغۀ رحم وکړو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړ شه او هم دغسې کوه لکه چې هغۀ وکړل.“
حضرت عيسىٰ دپاره د مرتا او مريم مېلمستيا
38هر کله چې هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغلو چرته چې مرتا نومې يوې ښځې په خپل کور کښې مېلمه کړو. 39د هغې يوه خور وه چې نوم يې مريم وو. هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو. 40خو چې مرتا د ډېر کار په وجه پرېشانه وه نو هغۀ ته ورغله او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، تۀ دا خيال نۀ کوې چې زما خور زۀ خِدمت ته يواځې پرېښې يم؟ هغې ته ووايه چې راشى او زما مدد وکړى.“ 41مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې. 42خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“