زبور ۴۲
۴۲
دوهم کتاب
(زبور ۴۲ - ۷۲)
دوه څلوېښتم زبور
د اندېښمن سړي دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
1 لکه هوسۍ وي په ارمان کې د ویالو د اوبو
داسې ای خدایه، یمه ستا په ارمان
2 ای ژوندی خدایه، زه د ستا د دیدار تږی یمه
کله به درشم ستا حضور کې عبادت به وکړم؟
3 شپه او ورځ ژاړمه زه اوښکې دي خوراک زما
دښمنان تل راته پېغور راکوي
چې «د ستا خدای چېرې دی؟»
4 زړه مې رامات شي چې رایاد کړم هغه تېر وختونه
چې د خدای کور ته به ورتلم له ګڼو خلکو سره
وو به خوشحال د شکرانې سندرې مونږ به ویلې
د دوی په مخکې به روان ومه زه
داسې یوه ګڼه چې نیوه به یې جشن
5 ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یوځل بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما
6 زما زړګی ماتیږي
نو ځکه تاته یمه لاس په دعا
په داسې حال کې چې زه دلته راګېر شوی یمه
یعنې چې سیند د اردن اخلي سرچینه له دې ځای
دعا کوم دلته د غره له حرمون
د میسعر له غره نه
7 ستا پارېدلې څپې
ما باندې واوختلې
لکه یو قهرېدلی دریاب
یا غړمبېدونکی ابشار
8 څښتن د ورځې راسره ښایي تلپاتې مینه
زه ورته وایمه د شپې سندرې
دعا کومه خدای ته زه چې یې ژوندون راکړی
9 زه هغه خدای ته چې ساتونکی مې دی داسې وایم:
«زه دې ولې یم هېر کړی
د خپل دښمن له ظلمه
ولې زه ویر کې یمه؟»
10 ان هډوکي مې ماتیږي
چې دښمن راته پېغور کړي
تل دوی وایي ماته داسې:
چې «ستا خدای چېرې دی؟»
11 ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یوځلې بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما
Արդեն Ընտրված.
زبور ۴۲: APB
Ընդգծել
Կիսվել
Պատճենել

Ցանկանու՞մ եք պահպանել ձեր նշումները ձեր բոլոր սարքերում: Գրանցվեք կամ մուտք գործեք
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.