پېدايښت 9

9
نهم باب
د خُدائ پاک د حضرت نوح سره يو لوظ کول
1خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى. 2ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې دى. 3اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى. 4خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے. 5کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى. 6ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى، 7ډېر بچى پېدا کړئ، نو چې ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.“ 8خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل چې، 9”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم، 10هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو. 11زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى. 12دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم، 13زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى. 14چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم او چې د بوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګنديږى، 15نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى. 16چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے. 17دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“
حضرت نوح او د هغۀ زامن
18د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.) 19په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نوح د درېو زامنو اولاد دے. 20نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو. 21د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو. 22چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل. 23نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى. 24چې کله نوح په خود کښې شو او خبر شو چې د ټولو کشرى زوئ د هغۀ سره څۀ کړى دى، 25نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى. 26مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى. 27خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“ 28د سېلاب نه پس نوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو 29او د نهۀ نيم سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

اکنون انتخاب شده:

پېدايښت 9: PYPB

های‌لایت

به اشتراک گذاشتن

کپی

None

می خواهید نکات برجسته خود را در همه دستگاه های خود ذخیره کنید؟ برای ورودثبت نام کنید یا اگر ثبت نام کرده اید وارد شوید