پېدايښت 8

8
اتم باب
د سېلاب ختمېدل
1نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. 2د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، 3او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې. 4د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده. 5اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې. 6څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه 7او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې. 8په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه، 9خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله. 10د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله. 11او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى. 12هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله. 13چې کله نوح د شپږو سوو او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه. 14د دوېمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه. 15نو خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل چې، 16”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه. 17ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“ 18نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو. 19ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.
د حضرت نوح قربانى پېش کول
20نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول. 21د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى. 22چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“

اکنون انتخاب شده:

پېدايښت 8: PYPB

های‌لایت

به اشتراک گذاشتن

کپی

None

می خواهید نکات برجسته خود را در همه دستگاه های خود ذخیره کنید؟ برای ورودثبت نام کنید یا اگر ثبت نام کرده اید وارد شوید