پېدايښت 7

7
اوؤم باب
لوئ سېلاب
1بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې. 2د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله. 3او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى. 4د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“ 5نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو. 6نوح د شپږو سوو کالو وو چې په زمکه سېلاب راغلو. 7نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى. 8د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه 9نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. 10اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو. 11چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بې‌شمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې، 12او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو. 13هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل. 14د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو. 15د هر قِسم ژوندى څيزونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې، 16چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه. 17څلوېښت ورځې په زمکه سېلاب وو، اوبۀ ډېرې زياتې شوې او کشتۍ يې اوچته کړه. 18اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده. 19اوبۀ دومره زياتې شوې چې لوړ لوړ غرونه يې پټ کړل، 20اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې. 21په زمکه هر ژوندے څيز مړ شو، ټول مارغان، ځناور او ټول بنى آدم. 22په زمکه هر ژوندے مخلوق مړ شو. 23مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول. 24او اوبۀ د يو نيم سل ورځو پورې نۀ کمېدلې.

اکنون انتخاب شده:

پېدايښت 7: PYPB

های‌لایت

به اشتراک گذاشتن

کپی

None

می خواهید نکات برجسته خود را در همه دستگاه های خود ذخیره کنید؟ برای ورودثبت نام کنید یا اگر ثبت نام کرده اید وارد شوید