YouVersion Logo
Search Icon

لوقا 4

4
څلورم باب
د حضرت عيسىٰ آزمېښت
1عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو، 2چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په آخر کښې هغه نار نهور شو. 3اِبليس هغۀ ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼى ته حکم وکړه چې روټۍ شى.“ 4عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى.“ 5بيا اِبليس هغه په لوړه وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ يې د سترګو په رپ کښې ورښکاره کړې. 6او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى. 7کۀ تۀ ما ته صرف سجده وکړې نو دا هر څۀ به زۀ تا له درکړم.“ 8عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“ 9بيا اِبليس هغه يروشلم ته بوتلو او د خُدائ پاک د کور د مينارې په سر يې ودرولو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، 10ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى چې ستا حفاظت وکړى. 11او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورې.“ 12عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو، ”دا وئيلے شوى دى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“ 13دغه شان چې د اِبليس ټول لمسون سر ته ورسېدو نو هغه يې تر بلې موقعې پورې ځانله پرېښودو. 14بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله. 15او هغۀ د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو او ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيانوله.
په ناصرت کښې د حضرت عيسىٰ رد کېدل
16بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو، 17او ورته د يشعياه نبى طومار ورکړے شو. هغۀ طومار کولاو کړو او هغه ځائ ته راغلو چې په کښې ليکلى وُو چې، 18”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم، 19او په دې کال به د مالِک خُدائ د احساناتو اعلان وکړم.“ 20هغۀ طومار ونغښتو، خادِم ته يې واپس ورکړو او کښېناستو او په عبادتخانه کښې ټولو خلقو هغۀ ته نېغ کتل. 21بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“ 22هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“ 23بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بې‌شکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه. 24خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نبى هم په خپل ښار کښې چا قبول کړے نۀ دے. 25خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو. 26خو الياس په دوئ کښې يو ته هم د امداد دپاره ونۀ لېږلے شو بغېر د هغې غېر يهودى کونډې نه څوک چې د صيدا په علاقه د صارفت په ښاريه کښې اوسېدله. 27او بيا د اليشع نبى په زمانه کښې په اِسرائيل کښې ډېر جذاميان وُو، خو د نعمان شامى نه بغېر په هغوئ کښې يو هم پاک نۀ کړے شو.“ 28په دې اورېدو د عبادتخانې ټول خلق په قهر شول. 29هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى. 30خو هغه د هغوئ د مينځ نه ووتو او لاړو.
پيريانو نيولے سړے
31نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو. 32هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې. 33په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پيريانو نيولے وو. هغۀ په زوره چغې کړې، 34”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ 35عيسىٰ هغه ورټلو او وې وفرمائيل چې، ”غلے شه او د دۀ نه راوځه.“ بيا پيرى هغه سړے د خلقو په مينځ کښې په زمکه راوويشتو او بغېر د څۀ نقصانه يې هغه پرېښودو. 36خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“ 37نو دغه شان د هغۀ په حقله دا خبره په ټول مُلک کښې خوره شوه.
د ډېرو خلقو روغول
38د عبادتخانې نه په وتو هغه د شمعون کور ته لاړو، د شمعون خواښې سختې تبې نيولې وه او هغوئ هغۀ ته خواست وکړو چې مدد يې وکړه. 39هغه ورغے او د هغې په خوا کښې ودرېدلو او تبه يې ورټله، نو د هغې نه تبه لاړه، سمدستى پاڅېده او د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه. 40د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل. 41د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.
زيرے د هر چا دپاره دے
42چې سحر شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى بيابان ته لاړو خو خلقو د هغۀ تلاش شروع کړو نو چې وې موندلو په سخته يې ورته ووئيل چې، ”مونږ نه مۀ ځه.“ 43خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”په کار دى چې زۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے نورو ښارونو ته هم ورسوم ځکه چې زۀ د دې دپاره رالېږلے شوے يم.“ 44دغه شان د يهوديه په عبادتخانو کښې يې بيان جارى وساتلو.

Currently Selected:

لوقا 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in