YouVersion Logo
Search Icon

لوقا 5

5
پينځم باب
د اولنو مريدانو بلل
1يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى، 2نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل. 3هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو. 4هر کله چې هغۀ خبرې بس کړې نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”ژورو اوبو ته لاړ شه او د ښکار دپاره خپل جالونه واچوه.“ 5شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“ 6هغوئ داسې وکړل او ډېر کبان يې راونيول او د هغوئ جالونه په شلېدو شول. 7نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې. 8کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“ 9ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د ډېرو کبانو په ليدو سخت حېران شوى وُو، 10او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“ 11کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
د يو جذامى پاکول
12يو ځلې هغه په يوه ښاريه کښې وو چې هلته يو سړے وو چې سخت جذام پرې لګېدلے وو. هغۀ چې کله عيسىٰ وليدو نو هغه ورته په سجده پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”مالِکه، کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ 13عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو، او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه جک جوړ شو. 14عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې.“ او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه دا به د هغوئ دپاره ستا د روغېدو ګواهى شى.“ 15خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل. 16او هغه به د دُعا دپاره خوشى بيابان ته تلو.
د يو شل سړى روغول
17يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو. 18نو بيا يو څو کسانو يو شل سړے په کټ راوړو. هغوئ کوشش وکړو چې هغه وردننه کړى او د عيسىٰ په مخکښې يې کېږدى. 19خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو. 20کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو نو وې فرمائيل، ”ګرانه، ستا ګناهونه معاف شول.“ 21نو د شرعې عالمانو او فريسيانو يو بل ته ووئيل چې، ”دا څوک دے چې کُفر وائى؟ د خُدائ پاک نه بغېر هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“ 22خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟ 23آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟ 24خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته.“ هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته وايم چې پاڅه، او بستره دې واخله او کور ته ځه.“ 25او هغه د هغوئ په وړاندې سمدستى پاڅېدو او هغه بستره چې دے پرې پروت وو، يې واخسته او کور ته روان شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. 26هغوئ ټول سخت حېران شول او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله او يرې واخستل او وې وئيل چې، ”نن مونږ څۀ عجيبه کارونه وليدل.“
د حضرت عيسىٰ متى رابلل
27وروستو چې بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومې يو محصولچى وليدو چې د محصُول په کُرسۍ ناست وو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ 28او هغه پاڅېدو، هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شو. 29بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو. 30فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“ 31عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. 32زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې د ګناهګارو دپاره چې توبه وکړى.“
د روژې په حقله تپوس
33بيا هغوئ عيسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د يحيىٰ مريدان خو روژې نيسى او عبادتونه کوى او دغه شان د فريسيانو مريدان هم، خو ستا مريدان خورى څښى.“ 34عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کوم وخت چې زلمے د هغوئ سره وى؟ 35خو يو وخت به راشى چې زلمے به د دوئ نه بوتلے شى او دغه وخت به دوئ روژې نيسى.“ 36عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى. 37او څوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو نوى مے به مشکونه وشلوى او مے به ضائع شى او مشکونه به تباه شى. 38نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى. 39او هر چا چې زاړۀ مے څښلى وى د نوؤ ميو خواهش به نۀ کوى، ځکه چې هغه وائى چې زاړۀ ښۀ دى.“

Currently Selected:

لوقا 5: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in