بيا اِبليس هغه په لوړه وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ يې د سترګو په رپ کښې ورښکاره کړې. او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى. کۀ تۀ ما ته صرف سجده وکړې نو دا هر څۀ به زۀ تا له درکړم.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“