څنګه چې د يشعياه نبى په صحيفه کښې ليکلے شوى دى چې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې، د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ. هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره لار به هواره کړے شى. او ټول مخلوق به د خُدائ پاک خلاصون ووينى.“