15
پينځلسم باب
د ورکې شوې ګډې مِثال
1ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى. 2خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“ 3نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو، 4”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟ 5کله چې يې ومومى نو هغه به دا اوږو ته پورته کړى او خوشحالى به وکړى، 6او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله. 7دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بېحسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.
د ورکې شوې سيکې مِثال
8يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟ 9نو کله چې يې ومومى نو هغه به خپلې ملګرې او ګاونډيانې راوبلى او ورته به ووائى چې ما سره خوشحالى وکړئ ځکه چې ما خپله ورکه شوې سيکه بيا وموندله. 10زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“
د ورک شوى زوئ مِثال
11عيسىٰ بيا وفرمائيل چې، ”د يو سړى دوه زامن وُو. 12نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو. 13لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو، 14کله چې هغۀ هر څۀ خرچ کړل نو په هغه مُلک کښې سخت قحط راغلو او هغه ضرورتمند شو، 15نو بيا هغه په هم هغه مُلک کښې د يو زميندار سره نوکر شو نو زميندار هغه خپلو پټو ته ولېږلو چې خنزيرانو له د خوراک بندوبست وکړى. 16د هغۀ ډېر زړۀ کېدو چې د هغه پوستکو نه ګېډه ډکه کړى کوم چې به خنزيرانو خوړل خو دۀ ته د دې اجازت نۀ وُو. 17خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم. 18زۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چې، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. 19نور زۀ د دې قابل نۀ يم چې زۀ ستا زوئ وګڼلے شم، نو ما خپل ځان سره نوکر کړه. 20نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو. 21خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم. 22خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ. 23زمونږ هغه ښُکلے او څورب سخے راولئ او حلال يې کړئ او راځئ چې په شريکه خوشحالى وکړُو. 24ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه. 25نو په هم دې وخت کښې مشر زوئ يې په پټو کښې کار کولو کله چې کور ته واپس راروان شو نو په لار کښې د ساز او ګډا آوازونه د هغۀ تر غوږه شُو. 26هغۀ د خپل يو نوکر نه تپوس وکړو چې دا څۀ مېله ده؟ 27نوکر ورته ووئيل، ستا ورور خپل کور ته راواپس شوے دے او ستا پلار هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو ځکه چې هغه يې روغ رمټ بيا موندلو. 28خو مشر زوئ يې غصه شو او کور ته د ننوتو نه يې اِنکار وکړو. د هغۀ پلار بهر راغلو او ورته يې مِنت زارى وکړه چې دننه راځه. 29خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے. 30خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو. 31نو پلار يې په جواب کښې ورته ووئيل، زما زويه، تۀ خو مدام ما سره يې او څۀ چې زما دى هغه ټول ستا دى. 32نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“