16
شپاړسم باب
د بېايمانه ناظر مِثال
1بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”يو دولتمند سړى ته د هغۀ د ناظر په سر چا شکايت وکړو چې هغه ستا مال الوځوى. 2نو هغۀ هغه راوبللو او ورته يې ووئيل، دا ستا په حقله زۀ څۀ خبرې اورم؟ خپل حساب کِتاب راوړه ځکه چې د دې نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يې. 3ناظر د ځان سره ووئيل، زما دا نېک چې مې د نوکرۍ نه وباسى نو اوس به زۀ څۀ کوم؟ زۀ خو دومره تکړه نۀ يم چې خټې لوټې وکړم او په خير غوښتلو هم شرمېږم. 4نو بيا اوس زۀ په دې پوهېږم چې څۀ وکړم. چې کله مې دے د نوکرۍ نه وباسى نو زما ډېر دوستان به زما مدد ته تيار وى. 5هغۀ د خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل او اول کس ته يې ووئيل چې زما د مالِک په تا څومره قرض دے؟ 6هغۀ جواب ورکړو، د زيتُونو تېل تقريباً درې زره ليټره. هغۀ ورته ووئيل چې خپل بِل دې واخله او زر کښېنه او څلور سوه يې وليکه. 7بيا يې بل ته ووئيل، او په تا څومره قرض پاتې دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بورۍ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپل بِل دې واخله او اتيا بورۍ وليکه. 8او مالِک د خپل بېايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى. 9نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى. 10کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى. 11نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟ 12او کۀ چرې تاسو په پردى مال دولت کښې ځان بدديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسې څوک وى چې تاسو له به خپل مال دولت درکړى؟ 13يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“
شريعت او د خُدائ بادشاهت
14او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه. 15عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى. 16د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى. 17د زمکې او آسمان ختمېدل د شريعت نه د يو حرف يا زبر قدرې ورانولو په نسبت آسان کار دے. 18کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.
مالداره سړے او لعزر
19يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول. 20او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو. 21او هغه به د هغه ټوکړو خوړلو په طمع وو کومې به چې د دې مالداره سړى دسترخوان نه پاتې شوې وې، بلکې سپى به هم راتلل او د هغۀ زخمونه به يې څټل. 22آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو، 23او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو. 24هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم. 25خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې. 26خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى. 27مالداره سړى جواب ورکړو چې بيا نو پلاره، زۀ درته زارى مِنت کوم چې تۀ دے زمونږ کور ته ولېږه 28چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى. 29خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى. 30خو هغۀ جواب ورکړو چې، نه، پلاره اِبراهيمه. کۀ د مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى. 31اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“