YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 9

9
نهم باب
ابى‌مَلِک
1د جدعون زوئ ابى‌مَلِک د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل 2چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى‌مَلِک ستاسو خپله وينه ده.“ 3د هغۀ د مور خپلوانو د شِکم خلقو سره د دې په حقله د هغۀ دپاره خبره وکړه او د شِکم خلقو دا فېصله وکړه چې د ابى‌مَلِک خبره ومنى ځکه چې هغه يې رشته‌دار وو. 4هغوئ هغۀ له د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى. 5هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو. 6بيا د شِکم او بيت‌مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو. 7کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى. 8يو ځل ونې راغونډې شوې چې د ځان دپاره يو بادشاه خوښ کړى. هغوئ د زيتُونو ونې ته ووئيل چې تۀ زمونږ بادشاه شه. 9د زيتُونو ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوى دپاره استعماليږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. 10بيا ونو د اينځر ونې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. 11خو د اينځر ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې خپله خوَږه مېوه پېدا کول بند کړم، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. 12نو بيا ونو د انګورو بوټى ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. 13خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. 14نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. 15د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“ 16نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رښتونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوى وکړو او د هغۀ د خاندان سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړيږى؟ 17هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى. 18خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى‌مَلِک ستاسو رشته‌دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے. 19کۀ تاسو نن د جدعون او د هغۀ اولاد سره د عزت او ښۀ ايمان سلوک وکړو، نو تاسو دې د ابى‌مَلِک نه خوشحاله شئ او هغه دې ستاسو نه خوشحاله شى. 20خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“ 21يوتام د خپل ورور ابى‌مَلِک نه يرېدو نو ځکه هغه وتښتېدو او بير ته د اوسېدو دپاره لاړو. 22ابى‌مَلِک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه. 23بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو. 24داسې د دې دپاره وشول چې ابى‌مَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى. 25د شِکم خلقو د ابى‌مَلِک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابى‌مَلِک د دې نه خبر شو. 26د عبيد زوئ جعل د خپلو وروڼو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو. 27هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى‌مَلِک ته يې کنځل وکړل. 28د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابى‌مَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو. 29زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابى‌مَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“ 30د هغه ښار حکمران زبول چې کله هغه څۀ واورېدل چې جعل وئيلى وُو نو په غصه شو. 31هغۀ په ارومه کښې ابى‌مَلِک ته پېغام وړُونکى ولېږل چې داسې ورته ووائى، ”د عبيد زوئ جعل او د هغۀ وروڼه شِکم ته راغلى دى او هغوئ د ښار خلق لمسوى چې ستا خِلاف بغاوت وکړى. 32نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ. 33سبا سحر چې څنګه نمر راوخېژى نو تاسو پاڅئ او په ښار باندې ناڅاپه حمله وکړئ. نو چې کله جعل او د هغۀ سړى ستاسو خِلاف راوځى، نو چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ.“ 34نو ابى‌مَلِک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول. 35نو د عبيد زوئ جعل بهر تلے وو او د ښار د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او هم په هغه وخت ابى‌مَلِک د خپلو فوجيانو سره د پټو ځايونو نه راووتلو. 36جعل هغوئ وليدل او زبول ته يې ووئيل، ”ګوره، د غرونو د سرونو نه سړى راروان دى.“ زبول جواب ورکړو، ”هغه سړى نۀ دى. هغه صرف د غرونو سورى دى.“ 37جعل ورته بيا ووئيل، ”ګوره، د غرۀ د سر نه سړى راکوزيږى او يوه ډله د قسمت ښودونکى څېړۍ د ونې نه په لار راروانه ده.“ 38بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”اوس ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابى‌مَلِک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“ 39جعل د شِکم خلق بوتلل او د ابى‌مَلِک سره يې جنګ وکړو. 40جعل وتښتېدو او ابى‌مَلِک ورپسې وو. د ښار د دروازې نه د ننوتلو نه مخکښې ډېر کسان زخميان شول. 41ابى‌مَلِک په ارومه کښې اوسېدو او زبول د شِکم نه جعل او د هغۀ وروڼه وشړل، نور هلته نۀ شول اوسېدلے. 42په ورپسې ورځ ابى‌مَلِک ته پته ولګېده چې د شِکم خلق پټو ته راووتل، 43نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو. 44کله چې ابى‌مَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل. 45ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى‌مَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه. 46کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله. 47ابى‌مَلِک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى، 48نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“ 49نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابى‌مَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې. 50ابى‌مَلِک تيبض ته لاړو، د ښار نه يې ګېره واچوله او قبضه يې کړو. 51هلته يو مضبوط برج وو او په ښار کښې هر يو سړى او ښځې، سره د مشرانو هغې ته ورمنډه کړه. خپل ځانونه يې په کښې بند کړل او پاس چت ته وختل. 52کله چې ابى‌مَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى. 53خو يوې ښځې د هغۀ په سر باندې د بره نه د ژرندې پل وروغورزولو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه. 54نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو. 55کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابى‌مَلِک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل. 56نو داسې خُدائ پاک ابى‌مَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو. 57خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه سخته سزا ورکړه، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کيږى چې کله هغۀ پرې لعنت وئيلو.

Currently Selected:

قاضيانو 9: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in