8
اتم باب
د ميديانيانو آخرى شکست
1بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو. 2خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى. 3د دې نه علاوه، د خُدائ پاک د طاقت په ذريعه تاسو د ميديانيانو دوه مشران عوريب او زئيب ووژل. ما داسې څۀ نۀ دى کړى چې ستاسو سره ځان برابر کړم.“ کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو د هغوئ غصه سړه شوه. 4په دې وخت کښې جدعون او د هغۀ درې سوه سړى د اُردن سيند له راغلى وُو او د دې نه پورې وتى هم وُو. هغوئ ډېر ستړى وُو، خو بيا هم په دشمن پسې وُو. 5کله چې هغوئ سُکات ته ورسېدل، نو هغۀ د ښار خلقو ته وفرمائيل، ”زما سړو له لږه روټۍ ورکړئ. هغوئ ډېر ستړى دى او زۀ د ميديانيانو بادشاهان زِبح او ضلمنع پسې يم.“ 6خو د سُکات مشرانو ووئيل، ”مونږ ستاسو لښکر له خوراک ولې ورکړو؟ تاسو تر اوسه پورې زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى.“ 7نو جدعون وفرمائيل، ”ټيک ده. کله چې مالِک خُدائ زِبح او ضلمنع ما ته په حواله کړى، نو ستاسو غوښې به د صحرا په ازغو او غنو باندې وشلوم.“ 8جدعون فنواېل ته لاړو او هلته يې خلقو ته هم دغه شان درخواست وکړو، خو د فنواېل خلقو هم د سُکات د خلقو په شان هم دغه شان جواب ورکړو. 9نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ ځم، په خېر سره به واپس راځم او ستاسو دا برج به راغورزوم.“ 10زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو. 11جدعون د نوبح او يګبها نمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه. 12د ميديانيانو دوه بادشاهان زِبح او ضلمنع وتښتېدل، خو هغه ورپسې وُو او وې نيول او د هغوئ ټول لښکر يې په وارخطايۍ آخته کړو. 13کله چې جدعون د حِرس درې په لاره د جنګ نه واپس روان وو، 14هغۀ د سُکات يو زلمے ونيولو او تپوس يې ترې نه وکړو. هغه زلمى جدعون ته د سُکات د اووۀ اوياؤ مشرانو نومونه وليکل. 15بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“ 16بيا هغۀ د صحرا نه ازغى او غنې يوړې او د سُکات مشرانو له يې ورباندې سزا ورکړه. 17هغۀ په فنواېل کښې برج هم راغورزولو او د ښار خلق يې ووژل. 18بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“ 19جدعون ورته وفرمائيل، ”هغوئ زما وروڼه وُو، زما د خپلې مور زامن وُو. زۀ دا قسم خورم کۀ تاسو هغوئ وژلى نۀ وے، نو ما به تاسو نۀ وژلئ.“ 20بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه.“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو. 21بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو. 22د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميديانيانو نه بچ کړى يُو.“ 23جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حکمران وى.“ 24خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.) 25خلقو جواب ورکړو، ”مونږ به په داسې کولو خوشحاله شُو.“ هغوئ يوه کپړه خوره کړه او چې هغوئ په لوټ مار کښې کومې د سرو زرو والۍ اخستې وې هغه يې ورباندې کېښودې. 26جدعون ته چې کومې د سرو زرو والۍ مِلاو شوې وې هغه تقريباً شل کلو وې او په دې کښې کالى، هارونه او د کاسنى رنګ جامې شاملې نۀ وې چې د ميديان بادشاهانو اغوستې او هغه پټه هم په کښې شامله نۀ وه چې د هغوئ د اوښانو په غاړه وه. 27جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو. 28نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.
د جدعون مرګ
29جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو. 30د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې. 31په شِکم کښې د هغۀ يوه وينځه هم وه، د هغې نه يې يو زوئ وشو او ابىمَلِک نوم يې پرې کېښودو. 32د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو. 33چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بېغېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعلبريت وو، 34او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو. 35جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.