10
لسم باب
تولع
1د ابىمَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو. 2هغه درويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په سمير کښې ښخ شو.
يائير
3د تولع نه پس يائير د جِلعاد نه راغلو. هغه دوويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. 4د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى. 5يائير مړ شو او په قامون کښې ښخ شو.
اِفتاح
6بنى اِسرائيلو يو ځل بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل او عستارات او هم داسې د شام، د صيدا، د موآب، د عمون او د فلستيانو د معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ مالِک خُدائ پرېښودو او د هغۀ عبادت کول يې بس کړل. 7نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او فلستيانو او عمونيانو له يې موقع ورکړه چې بنى اِسرائيلو له شکست ورکړى. 8هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل. 9عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو. 10نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“ 11مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو، 12صيدانيانو، عماليقيانو او ماعونيانو په تېره زمانه کښې تاسو سره ظلم زياتے کولو او تاسو ما ته فرياد وکړو. ما تاسو د هغوئ نه بچ نۀ کړئ څۀ؟ 13خو تاسو بيا هم زۀ پرېښودم او د نورو معبودانو عبادت مو وکړو، نو زۀ به بيا تاسو نۀ بچ کوم. 14لاړ شئ او هغه معبودانو ته فرياد وکړئ چې تاسو خوښ کړى دى. کله چې تاسو په تکليف کښې يئ نو هغوئ له موقع ورکړئ چې تاسو بچ کړى.“ 15خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ ګناه کړې ده. څۀ چې ستا خوښه وى نو هغه راسره وکړه، خو نن مونږ بچ کړه.“ 16نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو. 17بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې. 18هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“