YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 7

7
اوؤم باب
د جدعون ميديانيانو له شکست ورکول
1يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې. 2مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى. 3خلقو ته اِعلان وکړه، هر څوک چې يرېدلې وى يا يې زړونه بائيللى وى نو هغوئ دې واپس کور ته لاړ شى او مونږ به دلته د جِلعاد د غر سره ايسار شو.“ نو دوويشت زره واپس لاړل او لس زره ايسار شول. 4بيا مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره دا سړى اوس هم ډېر زيات دى. هغوئ لاندې اوبو ته بوځه او زۀ به هغوئ ستا دپاره هلته بېل بېل کړم. چې زۀ تا ته ووايم چې دا سړى به تا سره خامخا ځى نو هغه به ځى او چې کوم سړى درته وښايم چې نۀ به ځى نو هغه به نۀ ځى.“ 5جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“ 6هلته درې سوه سړى داسې وُو چې هغوئ په لَپو کښې اوبۀ راواخستلې او وې څښلې، او نور ټول په خپلو ګوډو باندې ټيټ شول او اوبۀ يې وڅښلې. 7مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د دې درې سوو سړو په ذريعه چې په لَپو باندې اوبۀ څښى، زۀ به تاسو بچ کړم او په ميديانيانو باندې به فتح درکړم. باقى نور ټول کورونو ته ولېږه.“ 8نو جدعون هغه ټول بنى اِسرائيليان کور ته ولېږل بغېر د هغه درېو سوو نه، چا چې بيګلې او سامان ساتلے وو. د ميديانيانو کېمپ د هغوئ نه لاندې په مېدان کښې وو. 9په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم. 10خو کۀ تۀ د حملې کولو نه يرېږې، نو د خپل نوکر فوراه سره لاندې خېمو ته لاړ شه. 11چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل. 12ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وُو. 13کله چې جدعون راورسېدو، هغۀ واورېدل چې يو سړے خپل ملګرى ته خوب بيانوى. هغۀ وفرمائيل، ”ما خوب وليدو چې د اوربشو يو ګول روټۍ راورغړېده او يوه خېمه يې ووهله، خېمه په بل مخ واوړېدله او راوغورزېدله.“ 14د هغۀ دوست جواب ورکړو، ”دا د بنى اِسرائيلو تُوره ده چې د يوآس زوئ جدعون دے، د دې بل هيڅ مطلب نشته. خُدائ پاک هغۀ له په ميديانيانو او زمونږ په ټول لښکر باندې فتح ورکړې ده.“ 15کله چې جدعون د هغه سړى د خوب او د هغې د مطلب په حقله واورېدل، نو هغۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړو. بيا هغه واپس د بنى اِسرائيلو خېمو ته لاړو او وې فرمائيل، ”پاڅئ، مالِک خُدائ تاسو له د ميديانيانو په لښکر باندې فتح درکوى.“ 16هغۀ درې سوه سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هر يو سړى له يې يو بيګل او يو منګے ورکړو چې په کښې به چراغ وو. 17هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې کله د خېمو غاړې ته ورسېږم، ما ته ګورئ او چې زۀ څۀ کوم نو هغه شان وکړئ. 18کله چې زۀ او زما قبيله بيګلې وغږوُو، بيا تاسو خپلې بيګلې د خېمو نه ګېرچاپېره وغږوئ او داسې نعرې ووهئ، دپاره د مالِک خُدائ او د جدعون.“ 19جدعون او د هغۀ سل سړى د نيمې شپې نه لږ مخکښې د خېمو غاړې ته راغلل، هم په هغه وخت پهره دار بدل شوى وُو. بيا هغوئ بيګلې وغږولې او چې د هغوئ سره کوم منګى وُو نو هغه يې مات کړل، 20او هغه نورو دوو ډلو هم دغه شان وکړل. هغوئ ټولو په خپلو ګسو لاسونو کښې چراغونه نيولى وُو، په ښو لاسونو کښې يې بيګلې وې او چغې يې وهلې، ”تُوره د مالِک خُدائ او جدعون دپاره.“ 21ټول سړى د خېمو نه ګېرچاپېره په خپل خپل ځائ باندې ودرېدل او د دشمن ټول لښکر وتښتېدو او چغې يې وهلې. 22کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيت‌سِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيل‌محوله پورې منډې وهلې. 23بيا د نفتالى او آشر قبيلو او د منسى د دواړو برخو نه سړى راوغوښتلے شول او هغوئ په ميديانيانو پسې لاړل. 24جدعون د غرونو مُلک ټول اِفرائيم ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”لاندې راشئ او د ميديانيانو سره جنګ وکړئ. د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې ټول نِهرونه ونيسئ، چې ميديانيان ترې نه راپورې نۀ وځى.“ نو د اِفرائيم سړى راغونډ کړے شول او هغوئ د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې نِهرونه ونيول. 25هغوئ د ميديانيانو دوه مشران، عوريب او زئيب ونيول، عوريب يې د عوريب په ګټ باندې ووژلو او زئيب يې د زئيب د انګورو په لنګرۍ کښې ووژلو. هغوئ په ميديانيانو پسې وُو او د عوريب او زئيب سرونه يې جدعون له راوړل، چې هغه اوس د اُردن نمرخاتۀ طرف ته وو.

Currently Selected:

قاضيانو 7: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in