جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“ هلته درې سوه سړى داسې وُو چې هغوئ په لَپو کښې اوبۀ راواخستلې او وې څښلې، او نور ټول په خپلو ګوډو باندې ټيټ شول او اوبۀ يې وڅښلې.