YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 43

43
درې څلوېښتم باب
مِصر ته دوېم سفر
1نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو، 2او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“ 3يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. 4کۀ تۀ مونږ سره زمونږ ورور لېږل غواړې، نو مونږ به لاړ شُو او ستا دپاره به خوراک واخلو. 5او کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مونږ ته وئيلى دى چې مونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“ 6يعقوب ورته وفرمائيل، ”تاسو زۀ په دومره سخت تکليف کښې ولې آخته کړے يم چې هغه سړى ته مو ووئيل چې زمونږ بل ورور هم شته؟“ 7هغوئ جواب ورکړو، ”هغه سړى زمونږ او زمونږ د خاندان په حقله تپوسونه کول چې، ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندے دے څۀ؟ ستاسو بل ورور شته څۀ؟ مونږ خو صِرف د هغۀ د تپوسونو جواب ورکولو. مونږ ته څۀ پته وه چې هغه به مونږ ته وائى چې تاسو د ځان سره خپل ورور هم راولئ؟“ 8يهوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه او مونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې مونږ او تاسو سره د خپلو ماشومان او د لوږې نه مړۀ شُو. 9زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم او تۀ د هغۀ ذمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دے تا له واپس روغ او سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم. 10کۀ مونږ دومره وخت ضائع کړے نۀ وے، نو مونږ به هلته تلى وو او تر اوسه پورې به دوه ځل واپس هم راغلى وُو.“ 11خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام. 12د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى. 13خپل ورور روان کړئ او سمدستى هغه سړى له واپس لاړ شئ. 14قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“ 15نو د هغۀ زامنو هغه تُحفې او يو په دوه روپۍ واخستلې او مِصر ته د بنيامين سره روان شول. او هلته د يوسف په حضور کښې پېش شول. 16چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“ 17نو خِدمتګار هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته حُکم شوے وو او هغه کسان يې د يوسف کور ته بوتلل. 18چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“ 19نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمتګار ته ووئيل، 20”اے صاحِبه، مونږ دلته يو ځل مخکښې د خوراک اخستلو دپاره راغلى وُو. 21مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى. 22مونږ ځان سره د نور خوراک اخستلو دپاره نورې روپۍ هم راوړې دى. مونږ ته پته نشته چې هغه روپۍ زمونږ په بوجو کښې چا واپس اېښې وې.“ 23د خِدمتګارانو مشر ورته ووئيل، ”خېر به شى، مۀ يرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خُدائ پاک درله هغه روپۍ ستاسو په بوجو کښې اېښې وې. ستاسو روپۍ ما ته مِلاو شوې.“ بيا هغۀ شمعون هغوئ له راوستلو. 24هغه خِدمتګار دوئ دننه کور ته بوتلل او هغوئ له يې د پښو وينځلو دپاره اوبۀ ورکړې او د هغوئ خرونو ته يې واښۀ واچول. 25هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى. 26چې کله يوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې او د هغۀ په مخکښې ته ټيټ شول. 27هغۀ د هغوئ نه د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا يې ورته ووئيل، ”تاسو ما ته د خپل ضعيف پلار په حقله وئيلى وُو، هغه څنګه دے؟ هغه ژوندے دے؟“ 28هغوئ ورته ووئيل، ”زمونږ پلار ستاسو خِدمتګار تر اوسه پورې ژوندے دے او روغ جوړ دے.“ او هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرونه ټيټ کړل. 29چې کله يوسف د خپلې مور زوئ، خپل سکه ورور بنيامين وليدو، هغۀ وفرمائيل، ”نو دا ستاسو کشرے ورور دے، چې تاسو د هغۀ په حقله ما ته وئيلى وُو؟ زما زويه، خُدائ پاک دې په تا مِهربانه شى.“ 30بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل. 31د هغې نه پس چې کله هغۀ مخ ووينځلو، هغه بهر راغلو او خپل زړۀ يې کلک کړو، هغۀ حُکم وکړو چې روټۍ راوړئ. 32يوسف په يو دسترخوان روټۍ ته ناست وو او په بل باندې د هغۀ وروڼه ناست وُو. او چې کومو مِصريانو هلته روټۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې روټۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره روټۍ خوړل حرام ګڼل. 33د هغۀ وروڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل. 34د يوسف د دسترخوان نه هغوئ له روټۍ ورکولے شوه او د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يوسف سره خوړل څښل وکړل او ښۀ په سُر کښې شول.

Currently Selected:

پېدايښت 43: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in