42
دوه څلوېښتم باب
د حضرت يوسف د وروڼو غلې پسې مِصر ته تلل
1چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟ 2ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“ 3نو د يوسف لس مېرنى وروڼه د غلې اخستلو دپاره مِصر ته لاړل، 4خو يعقوب د يوسف سکه ورور بنيامين د هغوئ سره ونۀ لېږلو، ځکه چې هغه په دې يرېدو چې څۀ نقصان به ورته ورسيږى. 5نو د يعقوب زامن د نورو خلقو سره غلې اخستلو دپاره راغلل ځکه چې د کنعان په مُلک کښې قحط وو. 6يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول. 7يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“ 8اګر چې يوسف خپل وروڼه وپېژندل، خو هغوئ هغه ونۀ پېژندو. 9هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“ 10هغوئ جواب ورکړو، ”نه، صاحِبه، مونږ ستا خِدمتګاران د خوراک اخستلو دپاره راغلى يُو. 11مونږ ټول د يو سړى زامن يُو. صاحِبه، مونږ جاسوسان نۀ يُو، مونږ صحيح خلق يُو.“ 12يوسف ورته ووئيل، ”نه، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“ 13هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ دولس وروڼه وُو. د کنعان په مُلک کښې د يو سړى زامن يُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو اوس د خپل پلار سره دے.“ 14يوسف ورته ووئيل، ”هم دغه شان ده لکه چې څنګه ما ووئيل تاسو جاسوسان يئ. 15نو اوس زۀ تاسو په دې طريقې سره معلوموم چې په رښتيا سره تاسو څوک يئ. زۀ د فِرعون په سر قسم کوم چې تاسو به تر هغې پورې لاړ نۀ شئ چې ترڅو ستاسو کشرے ورور دلته راغلے نۀ وى. 16تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“ 17بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېدخانه کښې بند کړل. 18په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم. 19چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېدخانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ او چې کومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ. 20خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول 21او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“ 22روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“ 23هغوئ ته پته ونۀ لګېده چې يوسف د دوئ په خبرو پوهيږى، ځکه چې هغۀ د هغوئ سره د يو ترجمان په ذريعه خبرې کولې. 24يوسف د هغوئ نه لاړو او په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولې نو راواپس شو، شمعون يې رابېل کړو او د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.
د حضرت يوسف د وروڼو واپس کنعان ته تلل
25يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل. 26د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل. 27چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې. 28هغۀ خپل وروڼه راوغوښتل، ”دېخوا وګورئ، ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې دى.“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه او ويرېدل او هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه چې، ”دې خُدائ پاک لا مونږ سره څۀ وکړل؟“ 29چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو، 30”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو. 31مونږ ورته ووئيل چې مونږ جاسوسان نۀ يُو مونږ صحيح خلق يُو. 32مونږ ټول دولس وروڼه د يو پلار زامن وُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو د پلار سره په کنعان کښې دے. 33هغه سړى مونږ ته ووئيل، يو کس زما سره پاتې شئ نو ما ته به پته ولګى چې تاسو صحيح خلق يئ، او باقى نور به خپلو نهَرو کورَنو له غله واخلئ او لاړ شئ. 34خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور درواپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“ 35نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل. 36خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“ 37روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه او زۀ به يې واپس تا له راولم.“ 38خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپينږيرے به قبر ته ولېږئ.“