YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 44

44
څلور څلوېښتم باب
د سپينو زرو جام ورکېدل
1يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ. 2زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خولۀ کښې کېږده او ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو. 3بل سحر وختى، د هغۀ وروڼه د خپلو خرونو سره په خپله مخه لاړل. 4چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟ 5تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کوم کښې هغه څښى او د فال دپاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“ 6چې کله خِدمتګار هغوئ له ورورسېدلو، هم هغه خبرې يې ورته وکړې. 7هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے. 8تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟ 9صاحِبه، کۀ په مونږ کښې د چا سره هغه وموندے شو، نو هغه به مړ کړے شى او مونږ نور ټول به د خپل نېک غلامان شُو.“ 10هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام وموندے شى نو صِرف هغه به زما غلام شى او نور خلاص يئ تلے شئ.“ 11نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه. 12د يوسف خِدمتګار هغوئ د مشر ورور نه واخله تر کشر پورې ټول ښۀ ولټول او جام د بنيامين په بوجۍ کښې راووتلو. 13د هغۀ وروڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرونه يې بار کړل او ښار ته واپس شول. 14چې کله يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. او هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل، 15او يوسف ورته وفرمائيل، ”تاسو څۀ کړى دى؟ تاسو ته پته نۀ وه چې زما په شان سړے په فال څيزونه معلوموى؟“ 16يهوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ تا ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ وئيلے شُو؟ مونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غلامان شُو.“ 17يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“
د يهوداه د بنيامين دپاره مِنت زارى کول
18يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې. 19نېکه، تا زمونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟ 20نو مونږ درته ووئيل چې زمونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے او زمونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے او دا د مور يک يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى. 21صاحِبه، تا مونږ ته وفرمائيل چې هغه دلته راولئ، چې تۀ هغه وګورې، 22او مونږ ووئيل چې هغه هلک د خپل پلار نه نۀ شى جدا کېدے، کۀ هغه جدا شى، نو د هغۀ پلار به مړ شى. 23بيا تا وفرمائيل چې کۀ تاسو سره خپل کشرے ورور نۀ وى راغلے نو تاسو زما په دربار کښې نۀ شئ حاضرېدے. 24کله چې مونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه، چې تا څۀ فرمائيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې. 25هغۀ مونږ ته وفرمائيل چې بيا لاړ شئ او لږه نوره غله واخلئ. 26مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى. 27زمونږ پلار مونږ ته وفرمائيل، تاسو ته پته ده چې زما د ښځې راحيل نه زما صِرف دوه زامن پېدا شوى دى. 28هغه يو خو زما نه مخکښې تلے دے. هغه به خامخا ځنګلى ځناورو ټوټې ټوټې کړے وى، ځکه چې ما بيا نۀ دے ليدلے. 29کۀ تاسو اوس دے هم زما نه بوځئ او په هغۀ څۀ وشى نو تاسو چې په کوم غم ما آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به غمژن قبر ته ولېږئ.“ 30‏-31يهوداه خبرې کولې، ”او اوس صاحِبه، کۀ د دې هلک نه بغېر واپس خپل پلار له لاړ شم، چې څنګه هغه ما وګورى او هلک زما سره نۀ وى، نو هغه به مړ شى. د هغۀ ژوند د دې هلک په ژوند پورې تړلے دے، هغه ډېر ضعيف سړے دے او چې مونږ يې په کوم غم آخته کړُو د هغې نه به مړ شى. 32بله خبره دا ده چې، ما خپل پلار له خپل ځان په ضمانت کښې ورکړے دے. ما هغۀ ته وئيلى دى چې کۀ دا هلک مې واپس هغۀ له رانۀ وستلو، نو زۀ به همېشه دپاره هغۀ ته ملامته يم. 33او اوس صاحِبه، د دې هلک په ځائ به زۀ ستا غلام شم، دے پرېږده چې واپس د خپلو وروڼو سره لاړ شى. 34چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“

Currently Selected:

پېدايښت 44: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in