5
پينځم باب
حنانياس او سفيره
1خو يو بل سړے وو چې نوم يې حنانياس وو، هغۀ د خپلې ښځې سفيره سره يو ځائ څۀ جائيداد خرڅ کړو. 2د خپلې ښځې په صلاح يې د قيمت څۀ حِصه د ځان سره وساتله او څۀ يې راوړه او د رسولانو په حضور کښې يې پېش کړله. 3خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟ 4ترڅو چې درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چې دا خرڅه شوه نو پېسې ستا نۀ وې څۀ؟ نو تا دا سوچ څنګه وکړو؟ تا نۀ صرف خلقو ته بلکې خُدائ پاک ته دې دروغ ووئيل.“ 5کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل. 6بيا څو ځوانان راپاڅېدل د هغۀ لاش يې کفن کړو، او د هغه ځائ نه يې بهر يوړو او دفن يې کړو. 7بيا درې ګينټې پس د هغۀ ښځه راغله، هغې ته پته نۀ وه چې څۀ شوى وُو. 8پطروس هغې نه تپوس وکړو چې، ”ما ته ووايه، تا او حنانياس ته د زمکې هم دومره قيمت مِلاو شوے وو؟“ هغې ووئيل چې، ”آو، هم دغه قيمت ملا شوے وو.“ 9بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“ 10هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه. 11هر چا چې د دې واقعې په حقله واورېدل نو په ټولو خلقو او په جماعت کښې سخته يره خوره شوه.
د رسولانو معجزې او عجيبه کارونه
12اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل. 13نو چا هم د هغوئ سره د ګډون کولو جرأت نۀ کولو، اګر چې خلقو د هغوئ ډېر عزت کولو. 14سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول. 15هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى. 16د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.
د رسولانو تکليفونه
17بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول. 18هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل. 19خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل، 20”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“ 21هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل. 22خو چې سپاهيان جيل ته لاړل نو هغوئ رسولان هلته ونۀ موندل، نو هغوئ واپس راغلل او مشرانو ته يې خبر ورکړو 23چې، ”مونږ جيل مکمل بند او محافظان په دروازو کښې په خپلو ځايونو ولاړ وليدل خو کله چې مونږ دروازه کولاو کړه نو دننه په کښې څوک هم نۀ وُو.“ 24چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى. 25بيا څوک راغلو او وئ وئيل چې، ”ګورئ، کوم سړى چې تاسو په جيل کښې بند کړى وُو هغوئ اوس لګيا دى د خُدائ په کور کښې خلقو ته تعليم ورکوى.“ 26په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى. 27کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل. 28هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“ 29خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو. 30زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو. 31بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى. 32او مونږ د دې هر څۀ ګواهان يُو، او هم دغسې روحُ القُدس دے چې خُدائ پاک يې هغوئ ته ورکوى څوک چې د هغۀ تابعدارى کوى.“ 33کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى. 34خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملىايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى. 35بيا هغۀ جرګې ته ووئيل چې، ”اے د بنى اِسرائيل خلقو. څۀ چې دې سړو سره ستاسو د کولو نيت دے په دې کار کښې د ډېر احتياط نه کار واخلئ. 36ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو. 37د هغۀ نه پس د مردمشمارۍ په ورځو کښې د ګليل د صوبې يهوداه نومې سړے راوچت شو او ډېر خلق د هغۀ په لمسون سره باغيان شول، هغه هم هلاک شو او د هغۀ ټوله ډله خوره وره شوه. 38نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى. 39او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملىايل مشوره ومنله. 40هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل. 41نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول. 42او هره ورځ هغوئ د خُدائ په کور او په خپلو کورونو کښې دا تعليم او زيرے ورکولو چې هم دا عيسىٰ مسيح دے.