4
څلورم باب
پطروس او يوحنا جرګې ته حواله کول
1پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل. 2هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى. 3هغوئ پطروس او يوحنا ګرفتار کړل او په قېدخانه کښې يې تر بلې ورځې واچول، ځکه چې ماښام وو. 4خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو. 5په بله ورځ حاکمان، مشران او د شرعې عالمان په يروشلم کښې راجمع شول، 6مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو. 7هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“ 8بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو. 9کۀ چرې نن زمونږ نه د هغه نېک کار تپوسونه کوئ چې د هغه ګوډ سړى سره مو څۀ کړى دى او دا تپوس کوئ چې هغه څنګه روغ شو، 10نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو. 11دا عيسىٰ ”هغه کاڼے دے چې تاسو ګِلکارانو رد کړے وو او هغه د ګوټ سر کاڼے شو.“ 12د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“ 13کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بېعلمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو. 14خو چې هغوئ هغه سړے روغ جوړ د دوئ سره ولاړ وليدلو نو هغوئ سره د دې خلاف د وئيلو هيڅ نۀ وو. 15نو هغوئ ورته حُکم ورکړو چې د جرګې نه وځئ او بيا يې په خپل مينځ کښې په دې صلاح مشوره شروع کړه. 16هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے. 17خو د دې دپاره چې په خلقو کښې دا خبره نوره خوره نۀ شى، مونږ ته په کار دى چې دې سړو ته خبردارے ورکړو چې نور به په دغه نوم د هيچا سره خبرې نۀ کوى.“ 18بيا يې هغوئ دننه راوبلل او حُکم يې ورکړو چې، ”د عيسىٰ په نوم به هيڅ قسم خبرې يا تعليم نۀ ورکوئ.“ 19خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو. 20مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“ 21په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله. 22نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.
د ايماندارانو د زړۀ ورتيا دپاره دُعا
23کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو. 24کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ په جمع په اوچت آواز خُدائ پاک ته دُعا وکړه او وئ وئيل، ”اے مالِکه، د زمکې آسمان او سمندر او هر څۀ چې په دې کښې دى د هغې خالقه، 25دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟ 26د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.“ 27په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول، 28چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو. 29او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى. 30خپل لاس راوږد کړه چې شفا ورکړى او معجزې نښې او عجيبه کارونه ستا د پاک خادِم عيسىٰ د نوم په وسيله وکړى.“ 31کله چې هغوئ دُعا وکړه نو په کوم کور کښې چې هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقېدلو او هغوئ ټول په روحُ القُدس معمور شول او د خُدائ پاک کلام يې په زړۀ ورتيا بيان کړو.
د ايماندارانو يووالے
32ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل. 33په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو. 34په هغوئ کښې يو کس هم حاجتمند پاتې نۀ وو ځکه چې د چا سره چې کور يا جائيداد وو هغه يې خرڅ کړل او د هغې قيمت يې راوړلو، 35او د رسولانو په حضور کښې به يې پېش کولو. بيا هغه پېسې به يې هر هغه چا ته ورکولې د چا به چې ضرورت وو. 36نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے. 37او هغۀ خپل څۀ جائيداد خرڅ کړو. او د هغې قيمت يې راوړو او هغه يې د رسولانو په حضور کښې پېش کړو.