3
درېم باب
د پطروس يو شل ته شفا ورکول
1يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل. 2نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل. 3چې کله هغۀ پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته په ننوتو وليدل نو خېرات يې ترې وغوښتو. 4نو پطروس او يوحنا هغۀ ته نېغ وکتل او پطروس ورته ووئيل، ”مونږ ته وګوره.“ 5نو هغه سړى دوئ ته په غور سره وکتل او د خېرات طمع يې ترې کوله. 6خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“ 7بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو. 8هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله. 9کله چې ټولو خلقو هغه په تلو او د خُدائ پاک په ثنا وئيلو وليدلو 10او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.
د خُدائ پاک په کور کښې د پطروس بيان
11هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى. 12چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟ 13خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه. 14خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه. 15تاسو د ژوندون ورکولو سردار ووژلو، خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا ژوندے کړو. مونږ د دې ګواهان يُو. 16د عيسىٰ په نوم د ايمان په وسيله، دا سړے چې تاسو يې وينئ او پېژنئ ورته طاقت ورکړے شو. د عيسىٰ په نوم ايمان دې سړى ته مکمله شفا ورکړه او تاسو ټول يې وينئ. 17او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو، 18خو په دې طريقه خُدائ پاک هغه پېشګويۍ پوره کړې چې هغۀ د ټولو نبيانو په وسيله کړې وې چې د هغۀ مسيح به تکليف وزغمى. 19نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى. 20نو د مالِک د حضور نه به په تاسو د سکون وخت راشى او هغه به تاسو ته بيا عيسىٰ چې مسيح دے درولېږى چې ستاسو دپاره مقرر شوے دے. 21د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده. 22ځکه موسىٰ وفرمائيل چې، ”خو مالِک خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ. 23هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.“ 24حقيقت کښې سموئيل او ټول نبيان چې د هغۀ نه پس راغلل هغوئ هم د دې موجوده حالاتو پېشګوئې وکړه. 25او تاسو د نبيانو او د هغه وعدې وارثان يئ چې خُدائ پاک ستاسو پلار نيکونو سره کړې وه. هغۀ اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ”د زمکې ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.“ 26کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“