بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو. هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله.