6
شپږم باب
اووۀ کسان د خِدمت دپاره ټاکل
1په هغه ورځو کښې چې د مريدانو شمار زياتېدو يونانى يهوديانو د عبرانى يهوديانو خلاف دا شکايت وکړو چې د هغوئ د کونډو ښځو د روزمره خوراک په تقسيمولو کښې لا پرواهى کيږى. 2نو هغه دولسو رسولانو ټول مريدان رايوځائ کړل او وې وئيل چې، ”دا زمونږ دپاره مناسب نۀ دى چې مونږ د خُدائ پاک د کلام خِدمت د خوراک څښاک په بندوبست کولو کښې تير کړُو. 3نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو. 4او مونږ به خپل ځانونه دُعا او د کلام خِدمت ته وقف کړُو.“ 5دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل. 6هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل. 7د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.
د ستِفانوس ګرفتارېدل
8نو بيا ستِفانوس چې د فضل او قوت نه ډک وو هغۀ د خلقو په مينځ کښې لوئ لوئ معجزې او نښې ښکاره کړې. 9د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو. 10خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول. 11بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“ 12هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو. 13هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى. 14ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“ 15او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو.