7
اوؤم باب
جرګې ته د ستِفانوس بيان
1نو بيا مشر اِمام د ستِفانوس نه تپوس وکړو چې، ”دا اِلزامونه رښتيا دى څۀ؟“
2نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اے وروڼو، او اے مشرانو، زما خبره واورئ. د جلال مالِک خُدائ زمونږ نيکۀ اِبراهيم ته حاران ته د تلو نه مخکښې ښکاره شو چې هغه لا د مسوپتاميه په مُلک کښې وو. 3خُدائ پاک ورته وفرمائيل چې، ”خپل وطن او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.“ 4بيا هغه د کلدانيانو د مُلک نه ووتو او په حاران کښې دېره شو. د هغۀ د پلار د مرګ نه پس خُدائ پاک هغه دې مُلک ته راوستو چرته چې اوس تاسو اوسېږئ. 5خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو. 6خُدائ پاک ورته هم داسې وفرمائيل چې، ”ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، او هغوئ به غلامان شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى.“ 7خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“ 8نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول. 9ځکه چې مشرانو وروڼو د يوسف سره کينه کوله، نو هغوئ هغه د غلام په طور په مِصر کښې خرڅ کړو. خو خُدائ پاک د هغۀ مل وو، 10او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو. 11بيا په ټول مِصر او کنعان کښې قحط راغلو او سخته تنګسيا راغله او زمونږ د پلار نيکونو سره د خوراک دپاره هيڅ څيز نۀ وو. 12خو کله چې يعقوب واورېدل چې هلته په مِصر کښې غله شته نو هغۀ زمونږ پلار نيکونه په اول ځل هلته ولېږل. 13په دوباره تللو يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان څرګند کړو او فِرعون ته د يوسف د خاندان په حقله پته ولګېده. 14د دې نه وروستو يوسف خپل پلار يعقوب او خپلو ټولو رشتهدارانو ته چې په شمېر کښې ټول پينځۀ اويا کسان وُو، مِصر ته د راتلو بلنه ورکړله. 15نو يعقوب مِصر ته لاړو، هم هلته زمونږ د پلار نيکونو سره وفات شو. 16د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو. 17خو چې د اِبراهيم سره د خُدائ پاک د خپلې وعدې د پوره کېدو وخت رانزدې شو نو په مِصر کښې زمونږ د قوم شمېر ډېر زيات شوے وو. 18بيا دا چې په مِصر کښې يو بل بادشاه په تخت کښېناستو څوک چې د يوسف نه ناخبره وو. 19هغۀ زمونږ د قوم سره ټګى وکړه او زمونږ پلار نيکونه يې په ظلم دې ته مجبوره کړل چې هغوئ خپل د پيو ماشومان بهر وغورزوى چې مړۀ شى. 20هم په دغه وخت موسىٰ پېدا شو. او هغه د خُدائ پاک نيازبين وو او تر درېو مياشتو پورې هغه د خپل پلار په کور کښې وساتلے شو. 21او کله چې هغه بهر وغورزولے شو نو د فِرعون لور په خپله هغه راوچت کړو او د خپل زوئ په شان يې لوئ کړو. 22نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو. 23کله چې هغه د څلوېښتو کالو شو، نو د هغۀ په زړۀ کښې دا خيال راغلو چې هغه د خپلو رشتهدارو بنى اِسرائيلو سره مِلاوېدو له لاړ شى. 24هغۀ وکتل چې يو مِصرى د يو بنى اِسرائيلى سره ظلم کولو نو موسىٰ د هغۀ د مدد دپاره په منډه ورغلو او د هغۀ بدل يې ترې واخستو او مړ يې کړو. 25د موسىٰ خيال وو چې د دۀ خپل خلق به پوهه شى چې خُدائ پاک هغه د دوئ د خلاصون دپاره استعمالوى، خو هغوئ پوهه نۀ شول. 26بله ورځ موسىٰ دوه کسان وليدل چې په جنګ وو، هغۀ د هغوئ د جګړې د ختمولو کوشش وکړو. موسىٰ ورته ووئيل چې، ”دا ولې؟ تاسو خو وروڼه يئ، نو تاسو ولې يو بل وهئ؟“ 27خو کوم سړى چې د هغه بل سره ظلم کولو موسىٰ له يې ديکه ورکړه او وې وئيل چې، ”تۀ چا په مونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ 28ولې تۀ ما هم لکه د پرونى مِصرى په شان وژل غواړې څۀ؟“ 29کله چې موسىٰ دا واورېدل نو ميديان ته وتښتېدو او هغه هلته د مسافرو غوندې اوسېدو او هم هلته خُدائ پاک دوه زامن ورکړل. 30د څلوېښت کاله تېرېدو نه وروستو يوه فرښته د سينا غرۀ سره نزدې په صحرا کښې د سوزېدونکى بوټى په لمبو کښې موسىٰ ته راښکاره شوه. 31کله چې هغۀ دا وليدل نو هغه په دې ليدو حېران شو. او څنګه چې هغه د نزدې ليدلو دپاره ورغلو نو هغۀ د مالِک آواز واورېدو چې، 32”زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم او د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ او موسىٰ د يرې نه په رپېدو شو او ورته يې د کتلو جرأت نۀ شو کولے. 33بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې. 34ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے او زۀ راغلم چې هغوئ له خلاصون ورکړم. اوس راځه چې زۀ تا واپس مِصر ته ولېږم.“ 35دا هغه موسىٰ دے چې هغوئ په دې ټکو رد کړے وو چې تۀ چا زمونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ د هغه فرښتې په وسيله چې هغۀ ته په بوټى کښې ښکاره شوې وه هم هغه خُدائ پاک په خپله موسىٰ د هغوئ د حاکِم او خلاصوونکى په توګه راولېږلو. 36هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې. 37دا هغه موسىٰ دے چې بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”خو خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى.“ 38موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو. 39خو زمونږ پلار نيکونو د هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو او د هغوئ زړۀ وو چې مِصر ته واپس لاړ شى. 40هغوئ هارون ته ووئيل چې، ”مونږ له داسې معبودان جوړ کړه چې زمونږ لارښودنه کوى. ځکه کوم موسىٰ چې مونږ د مِصر نه راوويستلو، مونږ ته دا پته نشته چې په هغۀ څۀ چل وشو.“ 41نو هغه وخت هغوئ د سخى په شکل يو بُت جوړ کړو او هغه بُت ته يې قربانى وکړه او په خپلو لاسونو جوړ شوى څيز ته يې خوشحالى کوله. 42خو په داسې کولو خُدائ پاک د هغوئ نه نارضا شو او هغوئ يې پرېښودل چې د آسمان د ستورو عبادت وکړى لکه څنګه چې د نبيانو په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”اے بنى اِسرائيلو کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړى دى څۀ؟ 43خو تاسو خپل ځان سره نور معبودان د مولک زيارت او د رفان خُدائ ستورى او تصويرونه د عبادت کولو دپاره يوړل، نو په دې وجه به زۀ تاسو د بابل نه بل خوا جلاوطن کړم.“ 44زمونږ د پلار نيکونو سره په صحرا کښې د ګواهۍ خېمه وه، او موسىٰ دا د خُدائ پاک په حکم د هغه نقشې په مطابق جوړه کړه کومه چې هغۀ ته ښودلے شوې وه. 45زمونږ پلار نيکونو د يشوَع سره هغه خېمه راوړه، کله چې هغوئ د هغه قومونو په مُلک قبضه وکړه کوم چې خُدائ پاک د هغوئ نه مخکښې وويستل. دا خېمه په هغه مُلک کښې د داؤد تر وخته پورې وه. 46د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه. 47خو د دې باوجود سليمان د هغۀ دپاره کور جوړ کړو. 48اګر کۀ خُدائ تعالىٰ د انسان په لاس جوړ شوې کور کښې نۀ اوسى، لکه څنګه چې نبى اِشاره کړې ده، 49مالِک خُدائ فرمائى چې ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟ 50دا هر څۀ ما په خپلو لاسونو نۀ دى جوړ کړى؟“ 51تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ. 52داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو. 53تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“
د ستِفانوس سنګسار کېدل
54کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او ستِفانوس ته يې غاښونه چيچل. 55خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو. 56هغۀ ووئيل چې، ”وګورئ، ما ته آسمان پرانستے ښکارى او اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ دے.“ 57په دې خبره هغوئ په زوره چغې کړې او خپل غوږونه يې بند کړل. او هغوئ ټولو په هغۀ ورمنډه کړه، 58بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې. 59کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“ 60بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.