7
اوؤم باب
د حضرت سليمان محل
1سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل. 2-3هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اوږد، پينځويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس وې، چې د دِيار تيرونه پرې پراتۀ وُو. چت يې د دِيار وو، چې هغه تيرونه په ستنو باندې ولاړ وُو. 4دواړو طرفونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې. 5د دروازو او کړکو څلور ګوټه چوکاټونه وُو او په درې قطارونو کښې يو بل ته مخامخ وُو. 6سليمان د ستنو يو دربار جوړ کړو، چې پينځۀ اويا فټه اوږد او پينځۀ څلوېښت فټه پلن وو. د دې مخامخ يوه د ستنو برانډه او مخې ته يې يو دالان وو. 7هغۀ د تخت کوټه هم جوړه کړه چې د اِنصاف دربار هم بللے شو، چرته چې سليمان لانجې هوارولې، چې د فرش نه تر سره پورې يې د دِيار تختې لرلې. 8د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو. 9ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو. 10بنيادونه يې د غټو او ښو کاڼو نه جوړ وُو، چې څۀ په کښې پينځۀ ګزه او څۀ څلور ګزه اوږدۀ وُو. 11د دې دپاسه نور ښۀ کاڼى وُو چې په ناپ پرې کړے شوى وُو او د دِيار تيرونه وُو. 12د محل دربار، د مالِک خُدائ د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې درېمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.
د حيرام ذمه وارى
13سليمان بادشاه يو سړے راوغوښتو چې نوم يې حيرام وو، هغه کاريګر د صور په ښار کښې اوسېدو، چې د زېړو په کار کښې ماهِر وو. 14د هغۀ پلار د صور د علاقې د زېړو ماهِر وو، او مور يې د نفتالى قبيلې يوه کونډه وه. حيرام يو تکړه او تجربهکار ماهِر وو. هغۀ د سليمان دعوت قبول کړو چې د زېړو د ټول کار مشر شى.
د زېړو دوه ستنې
15حيرام دوه د زېړو ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً نهۀ ګزه لوړه او شپږ ګزه ګېرچاپېره غټه وه او دا يې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په ځائ کښې ولګولې. 16هغۀ د ستنو دپاره دوه د زېړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو. 17د هرې ستنې سر د تړلى شوى زنځيرونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوے وو، 18او دوه قطاره د انارو هم. 19د ستنې پاسنۍ برخه د نيلوفر د ګل په شان وه چې دوه ګزه لوړه وه، 20او په يوه ګول حِصه کښې لګولې شوې وه چې دا د زنځير د شکل دپاسه وه. د ستنو په سرونو کښې ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې دوه سوه انار وُو. 21حيرام د زېړو دوه ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتو ځائ په مخکښې ولګولې، د جنوب په طرف باندې د هغې نوم يکين وو او چې د شمال په طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو. 22د ستنو سرونه د نيلوفر د ګلونو په شان وُو. نو داسې د ستنو کار مکمل شو.
د زېړو ډيګۍ
23بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو. 24د ډيګۍ ګېرچاپېره په بهرنۍ ټوله څنډه باندې دوه قطاره چې په هر فُټ کښې شپږ شپږ د زېړو کدوان وُو، چې د ټولې ډيګۍ سره يوه توکړه جوړه شوې وه. 25ډيګۍ د زېړو دولسو غوَيانو په شا باندې پراته وه چې مخونه يې بهر وُو، چې په څلورو طرفونو باندې درې درې وُو. 26د ډيګۍ دېوالونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګلونو پاڼو په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً څلوېښت زره ليټره اوبۀ راتلې.
د زېړو ګاډۍ
27حيرام د زېړو لس ګاډۍ هم جوړې کړې، چې هره يوه تقريباً دوه ګزه اوږده، دوه ګزه پلنه او يو نيم ګز اوچته وه. 28دا د څلور ګوټه تختو نه جوړې وې چې په چوکاټونو کښې لګولے شوې وې، 29چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه. 30د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. 31د هرې ګاډۍ په سر د ښانک دپاره يو ګول چوکاټ وو. دا د ګاډۍ په سر اتلس اِنچې بره او اووۀ اِنچې لاندې تلے وو او ګېرچاپېره ګُلکارى ورباندې شوې وه. د ګاډو تختې ګول نۀ بلکې څلور ګوټه وې. 32څلور پايې شپږويشت اِنچې اوچتې وې، دا د تختو لاندې وې او سيخونه د ګاډو سره يوه ټُکړه شوى وُو. 33د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو. 34د هرې ګاډۍ په څلورو ګوټونو کښې څلور ستنې وې، چې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې. 35د هرې ګاډۍ دپاسه ګېرچاپېره نهۀ اِنچې پلنې پټۍ وې، د دې ستنې او تختې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې. 36ستنې او تختې د وزرو والا مخلوق، زمرو او د کجورو ونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوې وې، چې چرته هم خالى ځائ وو نو ګول ګُلکارى ورباندې شوې وه. 37لس واړه ګاډۍ داسې جوړې کړے شوې وې چې ټولې يو شان، په يو ناپ او يو شکل وې. 38حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې. 39هغۀ پينځۀ ګاډۍ د خُدائ پاک د کور جنوبى طرف ته ودرولې او نورې پينځۀ يې شمالى طرف ته ودرولې، هغه ډيګۍ يې نمرخاتۀ جنوبى طرف ته کېښودله.
د مالِک خُدائ د کور د سامان تفصيل
40-45حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو. 46سليمان بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان، د سُکات او د ضرتان په مينځ کښې د خټې په قالب کښې جوړ کړل. 47سليمان د زېړو دا څيزونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو د دې وزن کله هم معلوم نۀ کړے شو. 48سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو، قربانګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز، 49لس ډيوټ چې د زيات مقدس ځائ په مخکښې لګېدلى وُو، چې پينځۀ په جنوبى طرف او پينځۀ په شمالى طرف باندې وُو، ګلونه، ډيوې او چمټې، 50پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د مالِک خُدائ د کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو. 51کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.