8
اتم باب
د لوظ صندوق د مالِک خُدائ کور ته راوړل کېدل
1بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى. 2په اوومه يعنې د ايتانيم مياشت هغوئ ټول د سليمان بادشاه په وړاندې د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول. 3کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو 4او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو. 5سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټول قوم د لوظ صندوق په وړاندې راغونډ شول او په دومره لوئ شمېر کښې ګډې او څاروى يې قربانى کړل چې د شمېر نه بهر وُو. 6بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو. 7د وزرو والا مخلوق وزر د صندوق او د دې د وړلو بازوګانو دپاسه خوارۀ وُو. 8بازوګان دومره اوږدۀ وُو چې هغه خلقو ته ښکارېدل څوک چې زيات مقدس ځائ ته مخامخ ولاړ وو، خو د بهر نه نۀ ښکارېدل. (هغه بازوګان تر نن ورځې پورې هلته دى.) 9د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو. 10چې کله اِمامان د مقدس ځائ نه راوتل، نو د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو، 11نو اِمامانو د وريځې په وجه خپل خِدمت نۀ شو تر سره کولے ځکه چې د مالِک خُدائ کور د هغۀ د جلال نه ډک شوے وو. 12بيا سليمان دُعا وغوښته، ”اے مالِکه خُدايه، تا فرمائيلى دى چې تۀ به په تکه توره وريځ کښې موجود يې. 13خو ما ستا دپاره يو عالى شان کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې تل به په کښې اوسېږې.“
د حضرت سليمان خلقو ته تقرير کول
14کله چې د قوم خلق هلته ولاړ وُو، نو سليمان بادشاه مخ ورواړولو او د هغوئ دپاره يې د خُدائ پاک نه برکت وغوښتلو. 15هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل، 16د کوم وخت نه چې ما خپل خلق د مِصر نه راويستلى دى، نو ما د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چرته به چې هغه کور جوړيږى چې هلته به زما عبادت کيږى. خو داؤده، زۀ تا خوښوم چې زما په خلقو بادشاهى کوې.“ 17او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما پلار داؤد دا غوښتل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى، 18خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، چې ستا اراده ښۀ وه چې زما د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړ کړې، 19خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى. 20او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے. 21ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق دپاره د يو ځائ بندوبست کړے دے چې په هغې کښې د مالِک خُدائ د تړون هغه تختې پرتې دى چې د کوم لوظ هغۀ زمونږ د پلار نيکۀ سره کړے وو چې کله يې د مِصر نه راوويستل.“
د حضرت سليمان دُعا
22نو د بنى اِسرائيلو د قوم په موجودګۍ کښې سليمان لاړو او د مالِک خُدائ د قربانګاه په مخکښې ودرېدو، هلته يې د آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل 23او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. پاس په آسمان کښې او لاندې په زمکه ستا په شان خُدائ نشته، د خپلو خلقو سره ستا لوظ پوره کړه څوک چې د زړۀ د اخلاصه ستا تابعدارى کوى او هغوئ ته خپله مينه وښايه. 24تا چې زما پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه دې پوره کړې ده، نن هره خبره پوره شوې ده. 25او مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ به هغه بله وعده هم پوره کړې چې تا زما د پلار سره کړې وه چې کله دې هغۀ ته وفرمائيل چې د هغۀ اولاد نه به همېشه يو کس داسې وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ د هغۀ اولاد هم د هغۀ په شان صحيح فرمانبردارى کوله. 26نو، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ دې رښتيا شى چې د څۀ وعده تا د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما د پلار داؤد سره کړې ده. 27خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟ 28خو اے مالِکه خُدايه زما خُدايه پاکه، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. زما دُعا واوره او زۀ چې کوم سوال کوم نو هغه منظور کړه. 29خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره. 30د خپل خِدمت کوونکى دُعا او د خپلو بنى اِسرائيلو خلقو دُعا واوره په هغه وخت کښې چې کله هغوئ دې ځائ ته مخ کوى. په آسمان کښې په خپل کور کښې زمونږ سوال اوره او مونږ معاف کوه. 31کله چې په يو کس اِلزام ولګى چې د بل چا سره يې بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربانګاه ته راوستلے شى چې قسم وکړى چې هغه بېګناه دے، 32نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هم هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بېګناه وى نو د هغۀ صفائى کوه. 33کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان د خپلو دشمنانو نه شکست وخورى ځکه چې هغوئ به ستا خِلاف ګناه کړې وى، چې کله هغوئ تا ته راوګرځى او بيا په تا توکل وکړى او په دې کور کښې تا ته سوال وکړى، 34نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د خپلو خلقو ګناهونه معاف کوه او هغه مُلک ته يې واپس راوله چې کوم تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو. 35کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه، 36نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د بادشاه او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه. هغوئ ته د عمل نېغه لاره ښايه. اے مالِکه خُدايه، د خپلو خلقو په دې زمکه باندې باران وروه، کوم چې تا خپلو خلقو له په پوخ ميراث کښې ورکړے دے. 37کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى، 38نو بيا د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا خلقو بنى اِسرائيلو نه څوک هم د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى، 39نو د هغوئ سوال اوره. د هغوئ دُعا په آسمان کښې په خپل کور کښې اوره، هغوئ معاف کوه او مدد يې کوه. يواځې تۀ د انسان د زړۀ په خيالونو پوهېږې. د هر چا سره هغه سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى، 40نو ستا خلق به ټول عُمر ستا تابعدارى کوى چې په هغه مُلک کښې اوسيږى چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے. 41-42نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى، 43نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے. 44کله چې تۀ خپلو خلقو له د تلو حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ وکړى او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې دې ښار ته چې تا خوښ کړے دے او چې دې کور ته يې مخ وى چې ستا د عبادت دپاره ما جوړ کړے دے، 45نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې هغوئ ته غوږ اېږده او هغوئ له فتح ورکوه. 46کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى (داسې هيڅ څوک هم نشته چې ګناه نۀ کوى)، او تۀ په غصه کښې هغوئ پرېږدې چې دشمن شکست ورکړى او هغوئ يې خپل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى، 47خو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هغوئ د جلاوطنۍ په مُلک کښې توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې هغوئ څومره ګناهګار او بدعمله دى، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره. 48خو کۀ د دشمن په مُلک کښې هغوئ په رښتيا او خلوص سره توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او مخ يې دې مُلک ته وى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې تا خوښ کړے دے او دا کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے، 49نو د هغوئ دُعا ته غوږ نيسه. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او د هغوئ مدد کوه. 50د خپلو خلقو ټول ګناهونه او ستا خِلاف سرکشۍ معاف کوه او هغه دشمنان ورباندې مِهربانه کړه، کومو چې جلاوطن کړى وُو. 51هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو. 52مالِکه خُدايه، تۀ په بنى اِسرائيلو او ستا خِدمت کوونکى باندې همېشه د رحم نظر کوه او چې کله هم هغوئ تا ته د مدد چغه وهى نو د هغوئ سوال اوره. 53تا هغوئ د ټولو قومونو نه خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى لکه څنګه چې تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ ته فرمائيلى وُو کله چې تا زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راويستل.“
آخرى دُعا
54کله چې سليمان مالِک خُدائ ته دُعا ختمه کړه، نو هغه د قربانګاه په وړاندې پاڅېدو، چرته چې په سجده شوے وو او لاسونه يې آسمان ته اوچت کړى وُو. 55هغه پاڅېدو او په اوچت آواز يې د بنى اِسرائيلو ټول قوم دپاره د خُدائ پاک نه برکت وغوښتو چې هلته راغوڼد وُو. او هغۀ وفرمائيل، 56”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې. 57مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې زمونږ مل وى، لکه څنګه چې هغه زمونږ د پلار نيکۀ مل وو، هغه دې زمونږ نه هيڅکله نۀ ځى او نۀ دې مونږ پرېږدى، 58چې هغه زمونږ ارادې بدلې کړى، نو چې مونږ هر څۀ کوُو د هغۀ مرضى پوره کوُو او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منو چې زمونږ پلار نيکۀ له يې ورکړى وُو. 59مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې هر وخت دا خبرې يادې ساتى چې ما هغۀ ته کړې دى. هغه دې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو او زما مدد وکړى، لکه څنګه چې د هرې ورځې ضرورتونه لرو. 60نو د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے او بل يو خُدائ هم نشته. 61تاسو يعنې د هغۀ خلق دې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پوره وفادار وى، چې د هغۀ په ټول قانون او حُکمونو باندې هم هغه شان عمل کوئ لکه څنګه چې نن کوئ.“
د مالِک خُدائ د کور وقف کېدل
62سليمان بادشاه او د هغۀ سره ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې. 63سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو. 64هم په هغه ورځ هغۀ د دربار مرکزى حِصه هم وقف کړه، کومه حِصه چې د مالِک خُدائ کور ته مخامخ وه. هغۀ هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانو دپاره د څاروو وازګه پېش کړه. هغۀ داسې په دې وجه وکړل چې د زېړو قربانګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه. 65سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه. 66په اتمه ورځ سليمان خلق رُخصت کړل. هغوئ ټولو د هغۀ صِفت کولو او د هغه ټولو برکتونو په وجه خوشحاله کورونو ته لاړل چې کوم برکتونه مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى داؤد او د هغۀ خلقو بنى اِسرائيلو له ورکړى وُو.