6
شپږم باب
د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړول
1د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو. 2دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه. 3د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو. 4د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې. 5هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې. 6د دې کوټو درې درې منزلونه وُو. لاندينۍ کوټه تقريباً دوه نيمه ګزه پلنه، دوېمه کوټه درې ګزه پلنه او آخرى کوټه درې نيم ګزه پلنه وه. د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو کښې سورى نۀ وُو جوړ کړے شوى، څۀ کاڼى بهر راوتى وُو چې د چت تيرونه ورباندې پراتۀ وُو او په دېوال کښې دننه نۀ لګېدل. 7د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے. 8د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې. 9نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو. 10هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه. 11د مالِک خُدائ کلام په سليمان نازل شو چې، 12”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده. 13زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅکله هغوئ پرې نۀ ږدم.“ 14نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.
د مالِک خُدائ د کور دننه ښائسته کېدل
15دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو. 16دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې. 17د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اوږده وه. 18د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل. 19د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق کېښودے شو. 20دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربانګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه. 21د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو. 22د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځائ کښې قربانګاه هم په سرو زور پټه وه. 23د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو. 24-26دواړه يو هومره او په يو شکل وُو. د هر يو تقريباً درې ګزه اوږدۀ وزر وُو، نو د يو وزر د يو سر نه د بل وزر د سر پورې فاصله پينځۀ ګزه وه. 27دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل. 28د وزرو والا دواړه مخلوق په سرو زرو باندې پټ وُو. 29د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو. 30او دنننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو. 31د زيتُونو لرګى نه جوړې دوه دروازې د زيات مقدس ځائ په خولۀ کښې لګولے شوې وې، د دروازې د چوکاټ بازوګان پينځۀ مخيز وُو. 32دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو. 33مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو. 34د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې. 35او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې. 36د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو. 37د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو. 38په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.