YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 5

5
پينځم باب
د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړولو تيارے کول
1د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل. 2سليمان حيرام ته دا پېغام ولېږلو، 3”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې. 4خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته. 5مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم. 6نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“ 7حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“ 8بيا حيرام سليمان له دا پېغام ولېږلو، ”ما ته ستا پېغام مِلاو شوے دے او چې څۀ دې فرمائيلى دى د هغې کولو ته تيار يم. زۀ به د دِيار او د نختر د ونو بندوبست وکړم. 9زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“ 10نو حيرام سليمان له د هغه ټولو د دِيار او د نختر د لرګو بندوبست وکړو چې هغۀ غوښتى وُو، 11او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو. 12مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړه او سليمان له يې حِکمت ورکړو. او د حيرام او سليمان په مينځ کښې امن شو او د يو بل سره يې تړون وکړو. 13سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو نه دېرش زره مزدوران راغونډ کړل، 14او ادونرام يې د هغوئ مشر مقرر کړو. هغۀ هغوئ د لسو زرو په درې قبيلو کښې تقسيم کړل او هرې قبيلې به يوه مياشت په لبنان کښې او دوه مياشتې په کور کښې تېرولې. 15سليمان د غرونو په مُلک کښې اتيا زره سړى لرل چې کاڼى يې راويستل او اويا زره سړو دا راوړل، 16او هغۀ درې زره او درې سوه مشران مقرر کړل چې د هغوئ د کار مشرى کوى. 17د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل. 18د سليمان او د حيرام سړو او د جبل د ښار سړو د خُدائ پاک کور د جوړولو دپاره کاڼى او لرګى تيار کړل.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in