YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 15

15
پينځلسم باب
د حضرت عيسىٰ مسيح بيا ژوندى کېدل
1نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ. 2او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو. 3ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو، 4او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو. 5او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو. 6بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى. 7بيا هغه يعقوب ته ښکاره شو او د دې نه پس ټولو رسولانو ته. 8د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بې‌مودې پېدا شوے يم. 9زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو. 10خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے. 11نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.
د مړو بيا ژوندى کېدل
12نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟ 13کۀ د مړو بيا ژوندى کېدل نۀ وے نو بيا خو مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. 14او کۀ مسيح بيا نۀ وى راژوندے شوے نو بيا زمونږ پېغام عبث دے او ستاسو ايمان هم بې‌فائدې دے. 15بلکې مونږ د خُدائ پاک دروغژن ګواهان شو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک په حقله دا ګواهى ورکړې وه چې هغۀ مسيح راژوندے کړو. کۀ چرې مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو بيا هغه يې هم نۀ دے ژوندے کړے. 16ځکه چې کۀ مړى نۀ راژوندى کيږى نو بيا مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. 17او کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے او تاسو اوس هم په خپلو زړو ګناهونو کښې راګېر يئ. 18او بيا دا هم هغوئ څوک چې په مسيح کښې مړۀ شوى دى هغوئ هم هلاک شوى دى. 19کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو. 20خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے. 21لکه څنګه چې د يو انسان په سبب په دُنيا مرګ راغلو نو داسې د يو انسان په سبب د مړو نه بيا راژوندى کېدل راغلل. 22او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى. 23خو د راژوندى کېدو خپل ترتيب دے، اول مسيح راژوندے شوے دے، او چې کله مسيح بيا راشى نو د هغۀ خلق به هم راژوندى شى. 24بيا به آخرت راشى. کله چې مسيح ټول حکمرانان، ټول اختيارونه او قدرتونه تباه کړى نو د هغې نه پس به هغه بادشاهى خُدائ پلار ته حواله کړى. 25ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى. 26آخرى دشمن کوم چې به نيست او نابود کړى، هغه مرګ دے. 27ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے. 28کله چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې شول نو زوئ به په خپله هم د خُدائ پاک د حکم لاندې شى چا چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې کړى دى نو هم دا خُدائ پاک به د ټولو مالِک وى. 29نو کۀ چرې داسې وى نو بيا به هغه خلق څۀ کوى څوک چې د مړو دپاره بپتسمه اخلى؟ کۀ چرې مړى نۀ راژوندى کيږى، نو بيا ولې خلق د هغوئ دپاره بپتسمه اخلى؟ 30او ولې مونږ هر وخت خپل ځان په خطره کښې اچوو؟ 31زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم. 32کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“ 33دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى. 34په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
راژوندے شوے بدن
35خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“ 36اے نادانه، کوم تخم چې تۀ کَرې نو ترڅو چې هغه مړ نۀ شى تر هغې نۀ ژوندے کيږى. 37او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى. 38خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى. 39دغه شان غوښه هم يو شان نۀ وى بلکې د انسانانو غوښه يو قِسم وى او د څاروو بل او د مارغانو بل او د کبانو غوښه بل قِسم وى. 40هم دغه شان آسمانى او زمکنى وجودونه هم شته، او د آسمانى وجود ښائست يو قسم او د زمکنى وجود بل شان وى. 41هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى. 42نو بيا د مړو راژوندى کېدل هم دغه شان وى، د فنا په حالت کښې ښخ کړے شى او په غېر فانى حالت کښې راژوندى کيږى. 43د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى. 44دا جسمانى وجود ښخ شى او روحانى وجود راژوندے شى. چې جسمانى وجود شته نو روحانى وجود هم شته. 45هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“ 46اول جسمانى او بيا روحانى وجود پېدا کيږى يعنې وجود اول جسمانى، او بيا روحانى شى. 47اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے. 48او د زمکې خلق لکه د اول انسان په شان د خاورو دى، او آسمانى خلق لکه د هغه آسمانى انسان په شان دى. 49او څنګه چې مونږ د دې زمکنى انسان په صورت جوړ شوى يُو دغه شان به د آسمانى انسان په صُورت کښې هم شُو. 50زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى. 51غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو، 52او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو. 53ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى. 54کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“ 55”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“ 56د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے. 57خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى. 58نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in