YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 14

14
څوارلسم باب
د نورو ژبو او نبوت کولو نعمت
1د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ. 2ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى. 3خو بله دا څوک چې نورو ته نبوت کوى نو د هغوئ د ترقۍ او د ډاډګيرنى او تسلۍ دپاره يې کوى. 4څوک چې په نورو ژبو کښې خبرې کوى هغوئ د خپل ځان ترقى کوى خو څوک چې نبوت کوى هغوئ جماعت ته ترقى ورکوى. 5اوس زۀ غواړم چې تاسو ټول په نورو ژبو خبرې وکړئ خو زما سخت خواهش دا دے چې تاسو نبوت وکړئ. ځکه څوک چې نبوت کوى هغه د نورو ژبو ويوونکو نه لوئ دے تر دې چې هغه دا ترجمه کړى نو جماعت به پرې ترقى وکړى. 6نو زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې زۀ تاسو ته درشم او په نورو ژبو کښې خبرې کوم نو زما د وينا بيا تاسو ته څۀ فائده ده، ترڅو چې زۀ د کشف يا د عِلم يا د پېشګوئې يا د تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟ 7تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بې‌ساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟ 8کۀ د بيګل آواز صفا نۀ وى نو يو فوجى به خپل ځان جنګ ته څنګه تيار کړى؟ 9هم دغه شان کۀ ستاسو خبرې صفا نۀ وى نو بيا ستاسو په خبرو به څوک پوهه شى؟ ځکه چې بيا به تاسو هسې دېوال ته لګيا يئ. 10بې‌شکه چې په دُنيا کښې مختلفې ژبې دى خو يوه هم په کښې بې‌مطلبه نشته. 11خو کۀ چرې زۀ د کومې ژبې په مطلب نۀ پوهېږم چا ته چې خبرې کوم نو هغۀ ته به زۀ نا آشنا ښکارم او هغه به ما ته نا آشنا ښکارى. 12نو تاسو چې خپل ځان سره د روحانى نعمتونو خواهش کوئ نو داسې کوشش کوئ چې ستاسو دا نعمتونه د جماعت د ترقۍ دپاره وى. 13نو په دې وجه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه دې ضرور د تشريح کولو د قابليت دپاره هم دُعا وکړى. 14ځکه کۀ زۀ په نورو ژبو دُعا کوم نو زما روح خو دُعا کوى ولې عقل مې بې‌کاره دے. 15نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم. 16فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې. 17ځکه چې تۀ خو به په ښۀ شان سره شُکر ګزارى وکړې خو ستا شُکر ګزارى بل چا ته څۀ فائده نۀ ورکوى. 18د خُدائ پاک شُکر کوم چې تاسو ټولو نه زيات زۀ په نورو ژبو کښې خبرې کوم. 19خو په جماعت کښې هغه پينځۀ مقصدى خبرې د دې نه بهترې ګڼم چې نورو ته ترې فائده ورسى، د هغه لس زره خبرو نه چې په نورو ژبو کښې يې وکړم. 20اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ. 21په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“ 22نو روحانى ژبې د ايماندارانو دپاره نه، بلکې د بې‌ايمانانو دپاره نښې دى او پېشګوئې کول د بې‌ايمانانو دپاره نه، بلکې د ايماندارانو دپاره دى. 23نو کۀ ټول جماعت راغونډ وى او په نورو ژبو لګيا وى نو کۀ نا آشنا يا بې‌ايمانه دننه راشى نو ولې هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟ 24خو کۀ تاسو ټول نبوت کوئ کۀ يو بې‌ايمانه يا نا آشنا دننه راشى نو د دې په اورېدو به هغه په دې قائل شى چې ګناه ګار شوے يم او هغه بيان به د دۀ جاج واخلى. 25د بې‌ايمانه د زړۀ د راز څرګندېدو نه پس به هغه کس د خُدائ پاک په وړاندې په سجده شى او د هغۀ عبادت به وکړى، او اِقرار به وکړى چې، ”بې‌شکه خُدائ پاک په تاسو کښې دے.“
په ترتيب سره عبادت کول
26نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ. 27کۀ څوک په نورو ژبو خبرې کوى نو صرف دوه يا زيات نه زيات درې کسان دې نمبر په نمبر خبرې وکړى او يو کس دې يې تشريح کړى. 28خو کۀ څوک تشريح کوونکے نۀ وى نو هغوئ دې په جماعت کښې چپ پاتې شى او خپل ځان او د خُدائ پاک سره دې خبرې وکړى. 29نو تاسو صرف دوه يا درې نبيانو ته د خبرو موقع ورکوئ، او نور دې په آرام سره د هغۀ د خبرو جاج واخلى. 30خو کۀ په حاضرو کسانو کښې چا ته د مالِک نه کشف مِلاو شى نو کوم کس چې د اول نه په نبوت کولو لګيا دے هغه دې خاموش شى. 31ځکه هر يو نمبر په نمبر نبوت کوئ، نو چې تاسو ټولو ته هدايت او ډاډګيرنه حاصله شى، 32او نبيان د نبيانو د روحونو تابع وى. 33ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے 34ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى. 35کۀ هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو هغوئ دې د خپلو خاوندانو نه په کور کښې تپوس کوى. ځکه چې په جماعت کښې د ښځې دپاره خبره کول د شرم خبره ده. 36ولې د خُدائ پاک کلام تاسو جوړ کړے دے څۀ؟ يا ولې دا صرف تاسو ته رارسېدلے دے؟ 37کۀ څوک د نبوت، يا د روحانى نعمتونو د لرلو دعوىٰ وکړى نو هغه دې پوهه شى چې کومې خبرې زۀ تاسو ته ليکم هغه د مالِک حکم دے. 38هر څوک چې دا نۀ منى، نو هغه به هم نا منظوره کړے شى. 39نو اے زما ملګرو، د نبوت کولو خواهش کوئ او په نورو ژبو خبرې کوونکى مۀ منع کوئ. 40خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in