YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 16

16
شپاړسم باب
د مقدسينو دپاره چنده
1اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى. 2د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى، د دې دپاره چې کله زۀ درشم چې د چندې کولو حاجت ما ته نۀ وى. 3او زۀ چې کله درشم نو زۀ به هغه کسانو ته چې تاسو ته قابل اعتماد وى د پېژندګلو خطونه وليکم چې يروشلم ته ستاسو چنده يوسى. 4او کۀ دا مناسب وى چې زۀ هم لاړ شم نو هغوئ به ما سره يو ځائ لاړ شى.
د سفر دپاره منصوبې
5زۀ به د مِکدونيه د تېرېدو نه وروستو تاسو له درشم ځکه چې زما اراده ده چې د مِکدونيه په لاره هلته لاړ شم. 6او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ. 7ځکه زۀ اوس په لاره کښې تاسو سره ملاقات کول نۀ غواړم بلکې زما دا اُميد دے کۀ مالِک وغوښتل نو څۀ وخت به تاسو سره تير کړم. 8خو زۀ به د پنځوسمې اختر پورې په اِفِسوس کښې پاتې يم. 9ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى. 10کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى. 11خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو. 12نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.
آخرى پېغامونه او سلامونه
13بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ. 14تاسو چې څۀ هم کوئ هغه په پوره مينې سره کوئ. 15او تاسو ته پته ده چې په اخيه کښې د ستِفناس خاندان اول ايمان راوړو او خپل ځانونه يې د مقدسينو خِدمت ته وقف کړل، نو اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته خواست کوم چې 16د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى. 17زۀ د ستِفناس، فرتوناتوس او د اخيکوس په راتلو ډېر خوشحاله يم ځکه چې هغوئ ستاسو ځائ ونيولو. 18ځکه چې هغوئ ستاسو او زما زياته ډاډګيرنه وکړه نو د دغه شان کسانو قدر کوئ. 19د آسيه جماعتونه درته سلامونه وائى، اکوله او پرسکله د هغې جماعت سره چې د هغوئ په کور کښې دے تاسو ته په مالِک کښې د مينې ډک سلامونه کوى. 20ټول وروڼه او خوېندې درته سلامونه وائى. په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ. 21زۀ پولوس درته په خپل لاس دا سلام ليکم. 22څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه. 23د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې په تاسو وى. 24زما مينه دې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو ټولو سره وى.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in