پېدايښت 40

40
څلوېښتم باب
حضرت يوسف د قېديانو د خوبونو تعبير ښودل
1څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو. 2فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو 3او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو. 4دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى. 5يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو. 6چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل. 7هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن دومره پرېشانه ښکارئ؟“ 8هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“ 9نو ساقى ووئيل، ”زما په خوب کښې زما په مخکښې د انګورو بوټے وو، 10د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول. 11ما د فِرعون پيالۍ په لاس کښې نيولې وه، نو ما انګور راواخستل او دا مې په پيالۍ کښې نچوړ کړل او هغۀ له مې ورکړل.“ 12يوسف ووئيل، ”د دې تعبير دا دے، دا درې څانګې درې ورځې دى. 13په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې. 14خو چې کله ستا دپاره هر څۀ سم شى نو ما مۀ هېروه او په ما ډېره مِهربانى وکړه فِرعون ته زما ذِکر وکړه او د دې قېدخانې نه خلاصېدلو کښې زما مدد وکړه. 15ځکه چې زۀ د عبرانيانو د مُلک نه راتښتولے شوے وم او ما دلته په مِصر کښې داسې هيڅ کار نۀ دے کړے چې په دې قېدخانه کښې بندى شم.“ 16چې کله مشر نانبائى پوهه شو چې د ساقى د خوب تعبير ښۀ وو، هغۀ هم يوسف ته ووئيل، ”ما هم خوب ليدلے دے، ما په سر د روټۍ درې ټوکرۍ روانې کړې وې. 17د ټولو سر ته ټوکرۍ کښې د فِرعون دپاره هر قِسم روټۍ وې او مارغانو دا خوړلې.“ 18يوسف جواب ورکړو، ”د دې تعبير دا دے. هغه درې ټوکرۍ درې ورځې دى. 19په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“ 20په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل. 21فِرعون، ساقى بيا په خپل وړومبى ځائ کښېنولو او ساقى پيالۍ فِرعون له په لاس کښې ورکړه، 22خو هغه مشر نانبائى يې راځوړند کړو. دا ټول هم هغه شان وشول لکه څنګه چې يوسف فرمائيلى وُو. 23خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 40: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in