پېدايښت 39

39
يو کم څلوېښتم باب
حضرت يوسف او د فوطيفار ښځه
1کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو. 2مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو، 3چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے. 4نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل. 5هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو. 6فوطيفار چې څۀ هم لرل هغه يې يوسف له ورکړل چې خيال يې ساتى او په خپله يې د خوراک نه بغېر د يو څيز فکر هم نۀ کولو. نو يوسف ښائسته بدن لرلو او ښُکلےځوان وو، 7او څۀ موده وروستو د هغۀ د نېک ښځې يوسف ته د شوق په سترګه کتل او ورته يې ووئيل، ”راشه او ما سره څمله.“ 8هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم. 9زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“ 10اګر چې هغې به هره ورځ يوسف ته وئيل، خو هغۀ د هغې خبره نۀ منله چې ورسره څملى او نۀ ورنزدې کېدو. 11خو يوه ورځ چې کله يوسف د کار دپاره کور ته ننوتو، په کور کښې يو خِدمتګار هم نۀ وو. 12هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو. 13کله چې هغې وليدل چې د هغۀ نه قميص پاتې شو او د کور نه يې بهر منډه کړه، 14هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې. 15نو زما چغو سره هغۀ بهر منډه کړه او قميص يې زما سره پرېښودو.“ 16هغې دا قميص د يوسف د نېک کور ته راتلو پورې وساتلو. 17بيا هغې هغۀ ته هم هغه شان قيصه تېره کړه، ”تا چې کوم عبرانے نوکر دلته راوستلے دے هغه زما کوټې ته راننوتو او لاس يې راواچولو. 18خو چې کله ما چغې ووهلې، هغۀ بهر منډه کړه او خپل قميص يې زما سره پرېښودو.“ 19چې کله د يوسف نېک دا قيصه واورېده کومه چې خپلې ښځې ورته بيان کړه، نو هغه د غصې نه تک سور شو. 20نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو. 21خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو. 22هغۀ يوسف د نورو ټولو قېديانو مشر جوړ کړو او چې په قېدخانه کښې څۀ هم کېدل د هر څۀ ذمه وارى يې ورکړه. 23د قېدخانې آفسر د هغه يو څيز فکر هم نۀ کولو چې يوسف له يې کومه ذمه وارى ورکړې وه، ځکه چې مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې په هر کار کښې کامياب کولو.

موجودہ انتخاب:

پېدايښت 39: PYPB

سرخی

شئیر

کاپی

None

کیا آپ جاہتے ہیں کہ آپ کی سرکیاں آپ کی devices پر محفوظ ہوں؟ Sign up or sign in